پښبتو په تېرو دربارونو کې

  لیکنه: محمود شهیم   ترکومه ځایه چې د پښتو ژبې د لرغونتوب په هکله معلومات په لاس راغلي لیکلي ماخذونه د دې ټکي ګواه دي چې په افغانستان کې لومړی پادشاه چې د پښتو ژبې سره یې مینه درلوده او پښتو ژبه یې په خپل دربار کې روزلې امیر کروړ د امیر پولاد سوري زوی دی، چې په ۱۳۹ه.ق کال د غور په مندیش کې پر تخت کښېناست.
کروړ د خپلې واکمنۍ پر محال د غور کوټونه، د بالشتان، خیسار، د تمران ماڼۍ او د برکوشک ټول ځایونه ترخپلې حکمرانۍ لاندې راوستل. کروړ په زمینداور کې هم د مندېش په څېر ښکلې ماڼۍ درلودله. 
امیر کروړ نه یواځې چې په توره او مېړانه کې یې شهرت درلود بلکې د پښتو ژبې یو ننګیالی او پېژندل شوی شاعر هم وو نو ځکه د پښتو ژبې د ادب په تاريخ کې دده دویاړنې  اشعار ډېر ارزښت او شهرت لري.
شعري بېلګه یې:

  زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته
 په هندو سندو پر تخار او پر کابل نشته
بل په زابل نشته 
له ما اتل نشته
‌‌‌‌
کروړ په (۱۵۳ه.ق) کال د پوشیخ په یوه جګړه کې ومړ. دده څخه وروسته دده زوی امیر ناصر د غور د تخت په ګدئ کښېناست او د خپل پلار په څېر يي تر اخیره پورې یې د پښتون او پښتو ژبې درنښت وساته.
تر ناصر ورسته د غور د نورو سوري شاهانو په در بار کې هم پښتو ژبې لوړ مقام در لود او د پښتو ژبې شاعران پکې روزل کېدل.
د خوانیو پښتنو واکمنانو لکه: د امیر کروړ(سوري) سلطان شهاب الدین(غوری) سلطان غیاث الدین(غور) حمید(لودي) نصر(لودي) سلطان فیروز شاه، بهلول لودي، میرویس نیکه، شاه حسین هوتک، احمد شاه بابا، تیمور شاه، شاه زمان او د امیر دوست محمد خان په در بار کې
ډېر شاعران روزل شوي چې د ځینو لنډه پیژندنه اوشعري بیلګې په لاندې ډول دي
۱ـ شیخ اسعد سوري(علیه الرحمه):
شیخ کټه په خپل کتاب (لرغونې پښتانه) کې له (تاریخ سوري) څخه داسې روایت کوي:
شیخ اسعد د محمد زوی چې په غورکې اوسیده د سوري د خاندان یو عزت مند شخص و، نومړی په کال(۴۲۵ ه) د کندهار د زمینداور په بغنین سېمه کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې
تاریخ لیکي چې: کله چې سلطان محمود په غور د امیر محمد سوري سره جکړه وکړه اوامیر محمد سوري یې په اهنګرانو کې محاصره کړ نو شیخ اسعد هم د اهنګرانو په کوټ کې وو ، کله چې سلطان محمود امیر محمد سوري اونېوو غزني ته یې اسیر بوت.
امیر محمد سوري چې ډير زړه ور اوعال پاچا وو له غیرته په زندان کې مړ شو، شیخ چې د امیر سوری دوست اوملګری وو د خپل مشر په مړینه یې ساندې وویلې.
چې ديوې بوللې سر یې دادی:
د فلک له چارو څه وکړم کوکار
زمولوي هر ګل چې خاندي په بهار
د واکمن له سره خول پرې باسي، مړسي
د بې وزلو وینې توی کاندي خونخوار.
 
۲ـ ښکارندوی غوری (علیه الرحمه)
ښکارندوی د احمد  زوی د غور اوسېدونکی اویو مشهور شاعر وو، چې کله کله په غزني کې هم اوسېده، پلار یې  دفېروز کوه کوټوال وو.
کله چې امیر سوري وفات شو له ده وروسته دده زوی سلطان شهاب الدین غوري د غور پاچا شو، او ښکارندوی غوري دهمدغه سلطان د دربار ادبي مشاور وو، هغه وخت چې سلطان شهاب الدین په هند یرغل وکړ نو دی هم ورسره وو.
نقل کا چې ښکارندوي د سلطان شهاب الدین په ستاینه کې ډېرې بوللې ویلي، محمد ابن علي وايي: چې ما په بوست کې د ده د قصیدو یو غټ کتاب ولیدو او له هغه څخه مې دغه بوللـه چې د سلطان په ستاینه لیکل شوې وکښله.
 
د پسرلي ښکلونکې بیا کړه سینګارونه
بیايې ولونل په غرونو کې لالونه
مځکه شنه، لاښونه شنې، لمنې شنې سوې
طیلسان زمردی واغوسته غرونه
 
۳ـ شیخ ملکیار غرشین (تایمني) علیه الرحمه
 
غرشین د پښتو ژبې یوبل نوموتی او روحاني شاعر چې د سلطان شهاب الدین غوري نږدې ملګری و، دهمدغه سلطان سره هند ته هم تللی و، چې پاچا سلامت ورته د هستوګنې ځای هم ور بخښلی وو.
د ملکیار غرشین د هغې ترانې سر چې غازیانو ته یې ويلې
څښتن مو مل دی    اوس مو یرغل دی
هیواد دبل دی
غازیانو ګورئ
څښتن مومل دی
 د همدې ترانې په ورستۍ کړۍ کې د سلطان شهاب الدین داسې ملاتړ کوي
غازیانو راشئ        ټول شا و خوا شئ
د شهاب په ملا شئ
د ښمن مو غوڅ کئ
څښتن مو مل دی