04.02.2012
اړيكي ارشيف استاد روهي ويډيو گانې انځورونه زموږ هدف كور پاڼه
ليكوال: سپينتمان / نېټه: 31.07.2010 / خپرونكئ: س /      
امريکا ﻻ هم پاکستان سره پوځي مرستې کوي

که څه هم په دې وروستيو کې هغه رپوټونو د رسنيو له خوا په ډاګه شوي ، چې ښيي پاکستان له ترهګرو سره مرسته کوي او په افغانستان کې يې په ترهګريزو بريدونو کې ﻻس درلود ، خو بيا هم امريکا له پاکستان سره پوځي مرستې کوي .
د يوه تازه خبر له مخې دپاکستان حکومتي سرچينو د دې خبر پخلی کړی ، چې له امريکا څخه يې د انرام ANRAAM توغنديو لومړۍ محموله تر ﻻسه کړه . دغه توغندي ، چې د منځني واټن دي او هوا نه هوا کې موخه ويشتلی شي .
د يادولو وړ ده ، چې په سيمه کې د امريکا لخوا پاکستان سره د وسلو مرسته ، تاوتريخوالی نوره هم زياتوي او د هند او پاکستان تر منځ د وسلو جوړولو سيالي نوره هم زور اخلي .


ستاسې تبصرې
د ايران د اټومي پروګرام له امله:
پر ايران بايد پوځي بريد وشي.
يوازې بنديزونه ولګول شي.
يو هم نه.
 شعرونه
جوانه ../ شيما غفوری
جوانه های اميد

پوهندوی شیما غفوری


خانه ام را سوختند
سفره ام آتش گرفت
جام آبم خشک شد
مرغکان بی پناه و دربدر
هر یکی سویی، به راهی پرگرفت.
کاغذ وخط وکتابم در گرفت 
هر طرف را جای گل، یک فرش خاکستر گرفت

لیک از ویرانگی های وطن
از دل باروتی این خاک وشن
سبزه ها قد بر کشید
نلغه نلغه نو نهالان سر کشید
چوچه مرغ این چمن، یکباره بال و پرکشید
ملتی را کی توان نابود کرد
تا دلش پیوستۀ یک ره بود
گرچه راهش سالها مسدودکرد
روزو شب در زایش چاره بود
چونکه در سعی وتلاش وهمدلی
در صفای عفو ورحم و باهمی
کوکب  اقبال و بخت وطالع اش
روشن ازخورهمچو مهپاره بود. 

ماربورگ ـ جرمنی ـ2005 




ا
غمونه../ احمد نواز بنګښ
غمونه

غم د پاسه په غمونو کی راګیر یم

سوړ اسویلو او دردونو کی راګیر یم

 

ستا یادونه می هیڅ له یاده نه اووځی

که ډیر هم د دنیا ښکلی مخونو کی راګیر یم

 

خدایی خبر څنګه به وی خوشالی او خنده

زه خو فقط خپلو فکرونو کی راګیر یم

 

زما مینی ته ځنډونه  دنیا جوړ کړو

بی ترسه د دنیا په رسمونو کی راګیر یم

 

زړه می ټوټی او څیری ګریوان ګرځم

د تړمو اوښکو سیلابونو کی راګیر یم

 

خدایه ولی دی زه په ژړا خوښ یم

چې هر وخت ازمایشونو کی راګیر یم

 

ستا د وصال په طمع ژوند تیریږی

 حضرت آیوب غوندی صبرونو کی راګیر یم

 

خلک خاندی خوشالی او میلی کړی

زه احمد هر وخت چرتونو کی راګیر یم

 

شاعر احمد نواز بنګښ

چې سوز../ سیدکریم خوستی
چې سوزه وې

چې ســــو زوې زمــــــــــا وطــن تــه پـــه بـــمونو باندې
کــور دې کــه خـدای مــیــرات دښــمــنـه په غـــمونو باندې
وایــه ګـــناه وایـــــه خـطــا ه مې څـــــه دی اې غــلــیـمه 
چې قــــــتــلوې مې وچ پــــه وچــه په ظلـــمـــونو باندې

پــښــتــون ســړی یــــم ځــکه مــا وچ په د سر وویشتې؟ 
د شپی د غــــلـــــه غـــــــونــدې را اوړې دیـــوالونو باندې
اخــــیر به مــــاتــه کــکـرۍ یــــوسې روسـیانو غــــــوندې
دومــــــره هــوس مــــــه کــــــــړه په توپو او ټانګونو باندې

په دې څـیرلي لــباس،خوار غـــــربت کې مه ګــــــوره مــوږ 
مــوږه غــــــلــیم تـــــــــه مـــاتې ور ده په تـــــبرونو باندې
در باندې ږغ کوم خوستی چی پښيې نورسپکې نه کړې
د ډیـــــــــرو مـــــــیـنـدي به مـــــو و ژاړي په قـــبرونو باندې
\"\"
بدلون../ سميع الدين افغاني
بدلون

  هغه دنـــــيا ده نن ېـې رنګ بدليږي

 اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي

 

دا کومــــې لوبې چې  پرون  چلیدې

نن د هغــــه  لوبو نیرنــــګ   بدلیږي

 

دا دشبـــــاب شانې ظاهره ښکاري؟
که په رښتیاسره یې خــوندبدلیږي؟

پرون چې خپلوکې وه لاس اوګريبان

د هــــغه خلـــکو نن فرهنګ بدليږي

 

ځای د ټــــوپک کــــه  دقلم سره شي

زمــــونږه شــاه زموږ ملنګ بدليږي

 

د يــــو ارمــــان  د یو تغیر  په هــــيله

په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي

 

-------------------------------------

سمیع الدین افغاني

٧ - ١١  -  ٢٠٠٩

 

غزل../ زیب منتظرمسید
غزل

څوک په اوبوکې پل دورک جنان دپښې لټوي

څوک په نیستۍ کې دهستۍ دخوند وږمې لټوي

چا ده ځولۍ کلکه نیولې د نفرت اوکرکې

پکې دمینې،محبت شیبې خوږې لټوي

څوک جل وهلی،دسراب لورته په ځغاسته روان

غواړي پرې ماته خپله تنده کړي،ویالې لټوي

بلبل دګل ښايست دځان لپاره غم جوړکړی

ناست تمام عمريې صفت لره نغمې لټوي

پتنګ دشعمې درڼواوښکوطواف لره ځي

خپلووزرو ته داوربلې لمبې لټوي

واړه روان دي دمنزل په لوري [خووځې] کوي

دچاسودادنغدوخوښه ،څوک وعدې لټوي

څوک مات زړګی،ماتوخیالونو،مات څراغ په لاس کې

لګیادیارد تصویرپرماتې اېینې لټوي

داهوس نکړي (منتظر)،ترینه ده ورکه مینه

بس کله غیږکې یې ددې،کله هغې لټوي

30/01/2012

جلال اباد

خووځې = ناکامې هلې ځلې ،


©www.rohi.af All rights reserved 2006-2012 Designed by Dr. Weyal كور پاڼه |  زموږ هدف |  انځورونه |  ويډيو گانې |  اړيكي |