04.02.2012
اړيكي ارشيف استاد روهي ويډيو گانې انځورونه زموږ هدف كور پاڼه
ليكوال: پښتون يار / نېټه: 31.07.2010 / خپرونكئ: a /      
په خيبر پښتونخواايالت کې سيلابونو لاهم زور اخيستى،د پښتونخوا او پنجاب ترمنځ لاره هم بنده ده.

په خيبر پښتونخواايالت کې سيلابونو لاهم زور اخيستى 

په خيبر پښتونخوا کې د سيلاونو زور مخ پر زياتېدو دي او د هرې شېبې په تېرېدو سره يې لمن لا پسې پراخېږي، د دولتي چاراکيو په وينا تراوسه څلور سوه او اته تنه اوبو وړي، ګڼ شمېر لا درکه او په زرګونو تنه لا هم بند پاتې دي.

د دغو سيلاوونو له امله مخابراتي سيستم زيانمن شوي او د پېښور په ګډون په ټول ايالت کې د موبايل او لايني تيليفون تر څنګ انټرنېټ هم تر ډېره په ټپه درېدلي،چې له امله يې د پېښور او نورو ښارونو ترمنځ په اړيکو کې ستونزې رامنځته شوي.د دې ترڅنګ د لوېو لارو د زيانمنېدو له امله له ډيري سيمو سره ټرانسپورتي اړيکې پرې دي.

د وروستيو رپوټونو له مخې د اټک سيمې په اړوندو کې د سيلاوونو راوتو له لامله د پښتونخوا او او پنجاب ترمنځ لاره هم بنده ده.

د جمعې په ورځ تر ټولو زيات زيان د نوښار ولسوالۍ اړوندو ته اوښتې چې د وروستيو رپوټونو له مخې د ګڼ شمېر کورونو ترڅنګ د دغه ښار مرکزي روغتون او نورې دولتي ودانۍ هم په اوبو کې ډوبې شوي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر جنرال اشفاق نديم د جمعې په ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې که څه هم د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره ونه ښوده خو ويې ويل، چې لاهم په زرګونو خلک په بېلابېلو سيمو کې بند پاتې دي او په وينا يې دولت يې خوندي ځايونو ته د رسولو په لړ کې ټولې هڅې په کار اچولي:

( دا مهال موږ له ډېرو چېلنجونو سره مخ يو، د خلکو ژغورل او خوندي ځايونوته رسول، هغوي ته د سرسوري او خوراک برابرول،د ناروغانو درملنه،په راتلونکي کې د لوېو لارو، برېښنا، ګاز او مخابراتي اړيکو بيا رغونه او د سيلاوونو له امله د احتمالي ناروغيو مخنيوي، چې بې له شکه د دغو سيلاونو له امله به ډول ډول ناروغۍ رامنځته کېږي.)


د هغه په وينا په دغو سيلاوونو کې په لسګونو زره کورونه نړېدلي چې څښتان يې د بيا ودانولو په برخه کې پراخو مالي مرستو ته اړتيا لري.

د رياض خان په نوم يو تن چې په وينا يې د نوښار په محب بانډۍ سيمه کې په يوه ديني مدرسه کې بند پاتې دى د تيليفون پر ليکه رسنيو ته داسې وويل:

(دلته په دې مدرسه کې اتلس سوه کسان بند پاتې يو اوبه مخ پر زياتېدو دي او دا مهال ټول د مدرسې په بام راټول شوي، هره خوا اوبه دي او د وتو هېڅ لار نه لرو، له موږ سره مرسته د عامو خلکو له وسه بهر خبره ده او که د ژغورنې دولتي ډلې زر تر زره راونه رسېږي نو دا مدرسه به هم ډېره زر ونړېږي.)

دلته په دې مدرسه کې اتلس سوه کسان بند پاتې يو اوبه مخ پر زياتېدو دي او دا مهال ټول د مدرسې په بام راټول شوي،هره خوا اوبه دي او د وتو هېڅ لار نه لرو، له موږ سره مرسته د عامو خلکو له وسه بهر خبره ده او که د ژغورنې دولتي ډلې زر تر زره راونه رسېږي نو دا مدرسه به هم ډېره زر ونړېږي، دى وايي د دغې سيمې په نژدې تولو جوماتونو او مدرسو کې په سلګونو تنه لاهم بندي پاتې دي.

وروسته له هغې چې د پښتونخوا حکومت د نړېوالو مرستو غوښتنه وکړه په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه هېواد اووه هليکوپترونه پښتونخوا ته رسېدلي چې پنځو يې په سوات او دوو په نوښار کې د خلکو د ژغورنې چارې پيل کړي.

که څه هم د جمعې په ورځ د پېښور په ګډون په يوشمېر سيمو کې د باران ورښت درېدلي خو د هواپېژندنې ادارې په راتلوتکيو څلورويشتو ساعتونو کې د لا زورورو سيلاوونو وړاندوينه کړې.
 


ستاسې تبصرې
د ايران د اټومي پروګرام له امله:
پر ايران بايد پوځي بريد وشي.
يوازې بنديزونه ولګول شي.
يو هم نه.
 شعرونه
جوانه ../ شيما غفوری
جوانه های اميد

پوهندوی شیما غفوری


خانه ام را سوختند
سفره ام آتش گرفت
جام آبم خشک شد
مرغکان بی پناه و دربدر
هر یکی سویی، به راهی پرگرفت.
کاغذ وخط وکتابم در گرفت 
هر طرف را جای گل، یک فرش خاکستر گرفت

لیک از ویرانگی های وطن
از دل باروتی این خاک وشن
سبزه ها قد بر کشید
نلغه نلغه نو نهالان سر کشید
چوچه مرغ این چمن، یکباره بال و پرکشید
ملتی را کی توان نابود کرد
تا دلش پیوستۀ یک ره بود
گرچه راهش سالها مسدودکرد
روزو شب در زایش چاره بود
چونکه در سعی وتلاش وهمدلی
در صفای عفو ورحم و باهمی
کوکب  اقبال و بخت وطالع اش
روشن ازخورهمچو مهپاره بود. 

ماربورگ ـ جرمنی ـ2005 




ا
غمونه../ احمد نواز بنګښ
غمونه

غم د پاسه په غمونو کی راګیر یم

سوړ اسویلو او دردونو کی راګیر یم

 

ستا یادونه می هیڅ له یاده نه اووځی

که ډیر هم د دنیا ښکلی مخونو کی راګیر یم

 

خدایی خبر څنګه به وی خوشالی او خنده

زه خو فقط خپلو فکرونو کی راګیر یم

 

زما مینی ته ځنډونه  دنیا جوړ کړو

بی ترسه د دنیا په رسمونو کی راګیر یم

 

زړه می ټوټی او څیری ګریوان ګرځم

د تړمو اوښکو سیلابونو کی راګیر یم

 

خدایه ولی دی زه په ژړا خوښ یم

چې هر وخت ازمایشونو کی راګیر یم

 

ستا د وصال په طمع ژوند تیریږی

 حضرت آیوب غوندی صبرونو کی راګیر یم

 

خلک خاندی خوشالی او میلی کړی

زه احمد هر وخت چرتونو کی راګیر یم

 

شاعر احمد نواز بنګښ

چې سوز../ سیدکریم خوستی
چې سوزه وې

چې ســــو زوې زمــــــــــا وطــن تــه پـــه بـــمونو باندې
کــور دې کــه خـدای مــیــرات دښــمــنـه په غـــمونو باندې
وایــه ګـــناه وایـــــه خـطــا ه مې څـــــه دی اې غــلــیـمه 
چې قــــــتــلوې مې وچ پــــه وچــه په ظلـــمـــونو باندې

پــښــتــون ســړی یــــم ځــکه مــا وچ په د سر وویشتې؟ 
د شپی د غــــلـــــه غـــــــونــدې را اوړې دیـــوالونو باندې
اخــــیر به مــــاتــه کــکـرۍ یــــوسې روسـیانو غــــــوندې
دومــــــره هــوس مــــــه کــــــــړه په توپو او ټانګونو باندې

په دې څـیرلي لــباس،خوار غـــــربت کې مه ګــــــوره مــوږ 
مــوږه غــــــلــیم تـــــــــه مـــاتې ور ده په تـــــبرونو باندې
در باندې ږغ کوم خوستی چی پښيې نورسپکې نه کړې
د ډیـــــــــرو مـــــــیـنـدي به مـــــو و ژاړي په قـــبرونو باندې
\"\"
بدلون../ سميع الدين افغاني
بدلون

  هغه دنـــــيا ده نن ېـې رنګ بدليږي

 اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي

 

دا کومــــې لوبې چې  پرون  چلیدې

نن د هغــــه  لوبو نیرنــــګ   بدلیږي

 

دا دشبـــــاب شانې ظاهره ښکاري؟
که په رښتیاسره یې خــوندبدلیږي؟

پرون چې خپلوکې وه لاس اوګريبان

د هــــغه خلـــکو نن فرهنګ بدليږي

 

ځای د ټــــوپک کــــه  دقلم سره شي

زمــــونږه شــاه زموږ ملنګ بدليږي

 

د يــــو ارمــــان  د یو تغیر  په هــــيله

په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي

 

-------------------------------------

سمیع الدین افغاني

٧ - ١١  -  ٢٠٠٩

 

غزل../ زیب منتظرمسید
غزل

څوک په اوبوکې پل دورک جنان دپښې لټوي

څوک په نیستۍ کې دهستۍ دخوند وږمې لټوي

چا ده ځولۍ کلکه نیولې د نفرت اوکرکې

پکې دمینې،محبت شیبې خوږې لټوي

څوک جل وهلی،دسراب لورته په ځغاسته روان

غواړي پرې ماته خپله تنده کړي،ویالې لټوي

بلبل دګل ښايست دځان لپاره غم جوړکړی

ناست تمام عمريې صفت لره نغمې لټوي

پتنګ دشعمې درڼواوښکوطواف لره ځي

خپلووزرو ته داوربلې لمبې لټوي

واړه روان دي دمنزل په لوري [خووځې] کوي

دچاسودادنغدوخوښه ،څوک وعدې لټوي

څوک مات زړګی،ماتوخیالونو،مات څراغ په لاس کې

لګیادیارد تصویرپرماتې اېینې لټوي

داهوس نکړي (منتظر)،ترینه ده ورکه مینه

بس کله غیږکې یې ددې،کله هغې لټوي

30/01/2012

جلال اباد

خووځې = ناکامې هلې ځلې ،


©www.rohi.af All rights reserved 2006-2012 Designed by Dr. Weyal كور پاڼه |  زموږ هدف |  انځورونه |  ويډيو گانې |  اړيكي |