04.02.2012
اړيكي ارشيف استاد روهي ويډيو گانې انځورونه زموږ هدف كور پاڼه
ليكوال: هوسۍ / نېټه: 31.07.2010 / خپرونكئ: هوسۍ /      
اوباما د مېرمن کلنټن دلور واده ته نه دې بلل شوې



ولسمشر باراک اوباما په ډاګه کړه ،چې دپخواني ولسمشر بیل کلنټن دلور واده ته نه دې بلل شوې اوباما له ABC تلویزون سره په مرکه کې ویلې دي : ماته په دې واده کې دګډون بلنه نه ده راکړل شوې زه دا انګیرم ،چې هیلري او بېل به غواړي ،چې د لور واده ېې ځانګړې مناسبت وي .
اوباما زیاتوي : رښتیا ووایه ایا ته نه غواړې ،چې ستا د واده پروګرام ته دې دامریکا ولسمشر راشي ، واده ټول بلل شوې مېلمانه به پلټل کیږي او دډالیو ټولو بکسونه به د امنیتي ساتونکو له لورې په دقیقه توګه پلټل کیږي .
دمېرمن کلنټن دلور واده به نن ترسره شي واده به دهډسون سیندګي پر څنډه ترسره شي او دمیلمنو دساتنې په موخه په زرګونه پولیس ګومارل شوې دي .


ستاسې تبصرې
کوهاټ بدرخیل
د روهی ویب پانی ټولو لوستونکو ته سلامونه وړاندی کوم ! دا جوته خبره ده چي افغانستان د ایران فرهنګی مستعمره دی. ایران ملامت ندی لومړی مونږ په خپله د ایران په چوپړ کی یو، هغه د پښتو متل دی چي وایی: مال خپل ساته، همسایه غل مه نیسه ، داچی ولسمشر پخپله د ایران څخه نغدی پیسی د پاکټ په مینځ کی اخلی او اعتراف هم کوی ، دافغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر دایران له خو ا په افغانستان کی د خپلو موخو له پاره د دوهم ځل له پاره وګمارل شو ، داچی دلیکونکی د وینا له مخی اود رسنیو دخبرونو له مخی دا لومړی او وروستي ځل نه دی چی کله افغانستان ته د خپلو فرهنګی مووخو له پاره کتابونه، کله سی،ډی او ډی ،ویډی ګانی رالیږی، کله د طالبانو مشران خپلو غونډو ته چی وروستۍ بیلګه یی د ربانی په مشری چی په همدی غونډه کی د ځانګړی ډلی مشری کوله ګډون کړی او ددی ډلی دغړو له خوا یی څرګندونی په رسنیو کی خپری شوی، په همدی ډول دا څو ورځی کیږی چی ایران د پاکستان په څیر د نیمروز په ولایت د توغندیو برید پیل کړی او حتا د د ځینو کلیو دعوه یی هم کړی چی دا دایران خاوره ده . ایران اود سفارت چارواکی د افغانستان په دولتی ادارو اوپه لوړ پوړو مشرانو داسی نفوذ لری چی ویی کولای شول د چی د «مدرسی» فلم د ننداری او خپرولو مخنیوی وکړی . خو مونږ دخپل حقه حقوقو څخه دفاع نشو کولای د ۱۳۹۰کال دپیل څخه پاکستان د افغانستان په خاوره تیری کوی په سلګونو او زرګونو توغندی راشړي ولایتی چارواکی ، ولسونه ناری سوری وهی چی مونږ دخپلی خاوری دفاع او ساتني ته چمتو یو، دولت دی له مونږ سره په لوژستیکی او جبوی برخه کی مرسته وکړی ، مونږ کولای شو چی تورمخوپنجابیانو او ایرانی اخندانو ته خوله ماتونکی ځواب ورکړو، خو زمونږ دولت اود بهرنیو چارو وزارت چی نړیوال ټول شرایط د پاکستان او ایران په وړاندی د افغانستان په ګټه دی له وخت څخه ګټه پورته کړی حتا دوی دومره هم نشی کولای چی ددی دواړو هیوادونو سفیران د بهرنیو چارووزارت ته وروغواړی اوپه دیپلوماتیکه ژبه دافغانستان په چاروکی دلاس وهنو دمخنیوی غوښتنه ځینی وکړی اود هغی دلایل معلوم دی چی زمونږ مشران څوک دپاکستان ، څوک دایران، څوک د ....... او نورو هیوادو د جاسوسی په جالونو کی بند دی ، که خدای ناخواسته دوی دافغانستان دځمکنی بشپړتیا، ملی خپلواکۍ او ملی ګټو د ساتنی په برخه کی اواز پورته کړی بیا به دهمدی هیوادو له خوا له دندو ګوښه شی، له دندو ګوښه کیدل خو ډیره ساده سزا ده ددوی هغه انکیټونه(فورمی) چی له دوی سره دخدمت له پاره ډکي کړی ، چی معاشونه او نور امتیازات یی له هغوی څخه ترلاسه کړی رسوا به یی کړی بیا به دوی د جهاد او مقاومت په نومونو څنګه ولس په خپل ځان راټول کړی او.......... داسی نور . خبره راڅخه اوږده شوه وړاندیز دی چی خپل ځانونه جوړ کړو د ولس په مینځ کی کاروکړو او دا ولس د د نوری نړی دملتونو په څیر د خپلو حقوقو د غوښتنو په موخه په یو اواز را پورته شی . دهمداسی یوی ورځی په هیله . خدای(ج) دی زمونږ دا ولس د دی خرڅ شوی مشرانو څخه خلاص کړی . د لوستونکو څخه د اوږدی تبصری په برخه کی بخښنه غواړم . په درنښت
momand
سلامونه روهي ویبپاڼې چلونکو ! دې کې هیڅ شک نشته ،چې افغانستان دایران فرهنګي مستعمره ده لیکوال ته عمرونه غواړم افغانستان او عراق ته دامریکا له راتګ وروسته ډیره ګټه ایرانیانو وکړه ،چې امریکا ایران له صدام حسین او طالبانو وژغوره . دفراشوتيوولشمسر !! دبرکته اوس په حکومت ، پوهنتون ، نصاب او نورو برخو کې دایران ګوډاګیان ښه بربر کیږي . ماته خو تاسې ښکاري ،چې دوی سره سلا کړې وي کنه نو دومره سپین سترګې او زړورتوب څه مانا ایا هېواد په افغانستان کې داسې نخرې کولای شي . فکر کوم خپله په اصطلاح دولتي چارواکي داسې نخرې نشي کولای لکه ایران یې چې کوي . هغه تیره ورځ ایرانیانو دبرهان الدین په اړه دعلومو اکاډمۍ پر وسیله یو سیمینار جوړ کړې و هلته هم دا دایران سپي ډیر بړبړ غږیدل ، مولانا کشاف دنرغوندې خبرې وکړې ، دپوهنې وزارت یو چاپلوس معین ،چې په درواغو ځان مشهور کړې ،چې داکتر یم ماته معلوم دی هیڅ یې هم نه دې کړي درباني او ایران په ستانیه یې خوله وشکیده خبره رانه اوږده وشوه لنډه دا، چې اوس هزاره ګان اوتاجکان نه ، بلکې پښتانه هم ایران ته سپي سپي کیږي او هغوي یې بیا خوله له خاورو ورډکه کړي . زه له ډاکتر فاروق وردګ څخه هیله کوم ،چې دا نړیوال ګانګړپ او چاپلوس له وزارته وشړي . په درنښت . مومند : جلال اباد
د ايران د اټومي پروګرام له امله:
پر ايران بايد پوځي بريد وشي.
يوازې بنديزونه ولګول شي.
يو هم نه.
 شعرونه
جوانه ../ شيما غفوری
جوانه های اميد

پوهندوی شیما غفوری


خانه ام را سوختند
سفره ام آتش گرفت
جام آبم خشک شد
مرغکان بی پناه و دربدر
هر یکی سویی، به راهی پرگرفت.
کاغذ وخط وکتابم در گرفت 
هر طرف را جای گل، یک فرش خاکستر گرفت

لیک از ویرانگی های وطن
از دل باروتی این خاک وشن
سبزه ها قد بر کشید
نلغه نلغه نو نهالان سر کشید
چوچه مرغ این چمن، یکباره بال و پرکشید
ملتی را کی توان نابود کرد
تا دلش پیوستۀ یک ره بود
گرچه راهش سالها مسدودکرد
روزو شب در زایش چاره بود
چونکه در سعی وتلاش وهمدلی
در صفای عفو ورحم و باهمی
کوکب  اقبال و بخت وطالع اش
روشن ازخورهمچو مهپاره بود. 

ماربورگ ـ جرمنی ـ2005 




ا
غمونه../ احمد نواز بنګښ
غمونه

غم د پاسه په غمونو کی راګیر یم

سوړ اسویلو او دردونو کی راګیر یم

 

ستا یادونه می هیڅ له یاده نه اووځی

که ډیر هم د دنیا ښکلی مخونو کی راګیر یم

 

خدایی خبر څنګه به وی خوشالی او خنده

زه خو فقط خپلو فکرونو کی راګیر یم

 

زما مینی ته ځنډونه  دنیا جوړ کړو

بی ترسه د دنیا په رسمونو کی راګیر یم

 

زړه می ټوټی او څیری ګریوان ګرځم

د تړمو اوښکو سیلابونو کی راګیر یم

 

خدایه ولی دی زه په ژړا خوښ یم

چې هر وخت ازمایشونو کی راګیر یم

 

ستا د وصال په طمع ژوند تیریږی

 حضرت آیوب غوندی صبرونو کی راګیر یم

 

خلک خاندی خوشالی او میلی کړی

زه احمد هر وخت چرتونو کی راګیر یم

 

شاعر احمد نواز بنګښ

چې سوز../ سیدکریم خوستی
چې سوزه وې

چې ســــو زوې زمــــــــــا وطــن تــه پـــه بـــمونو باندې
کــور دې کــه خـدای مــیــرات دښــمــنـه په غـــمونو باندې
وایــه ګـــناه وایـــــه خـطــا ه مې څـــــه دی اې غــلــیـمه 
چې قــــــتــلوې مې وچ پــــه وچــه په ظلـــمـــونو باندې

پــښــتــون ســړی یــــم ځــکه مــا وچ په د سر وویشتې؟ 
د شپی د غــــلـــــه غـــــــونــدې را اوړې دیـــوالونو باندې
اخــــیر به مــــاتــه کــکـرۍ یــــوسې روسـیانو غــــــوندې
دومــــــره هــوس مــــــه کــــــــړه په توپو او ټانګونو باندې

په دې څـیرلي لــباس،خوار غـــــربت کې مه ګــــــوره مــوږ 
مــوږه غــــــلــیم تـــــــــه مـــاتې ور ده په تـــــبرونو باندې
در باندې ږغ کوم خوستی چی پښيې نورسپکې نه کړې
د ډیـــــــــرو مـــــــیـنـدي به مـــــو و ژاړي په قـــبرونو باندې
\"\"
بدلون../ سميع الدين افغاني
بدلون

  هغه دنـــــيا ده نن ېـې رنګ بدليږي

 اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي

 

دا کومــــې لوبې چې  پرون  چلیدې

نن د هغــــه  لوبو نیرنــــګ   بدلیږي

 

دا دشبـــــاب شانې ظاهره ښکاري؟
که په رښتیاسره یې خــوندبدلیږي؟

پرون چې خپلوکې وه لاس اوګريبان

د هــــغه خلـــکو نن فرهنګ بدليږي

 

ځای د ټــــوپک کــــه  دقلم سره شي

زمــــونږه شــاه زموږ ملنګ بدليږي

 

د يــــو ارمــــان  د یو تغیر  په هــــيله

په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي

 

-------------------------------------

سمیع الدین افغاني

٧ - ١١  -  ٢٠٠٩

 

غزل../ زیب منتظرمسید
غزل

څوک په اوبوکې پل دورک جنان دپښې لټوي

څوک په نیستۍ کې دهستۍ دخوند وږمې لټوي

چا ده ځولۍ کلکه نیولې د نفرت اوکرکې

پکې دمینې،محبت شیبې خوږې لټوي

څوک جل وهلی،دسراب لورته په ځغاسته روان

غواړي پرې ماته خپله تنده کړي،ویالې لټوي

بلبل دګل ښايست دځان لپاره غم جوړکړی

ناست تمام عمريې صفت لره نغمې لټوي

پتنګ دشعمې درڼواوښکوطواف لره ځي

خپلووزرو ته داوربلې لمبې لټوي

واړه روان دي دمنزل په لوري [خووځې] کوي

دچاسودادنغدوخوښه ،څوک وعدې لټوي

څوک مات زړګی،ماتوخیالونو،مات څراغ په لاس کې

لګیادیارد تصویرپرماتې اېینې لټوي

داهوس نکړي (منتظر)،ترینه ده ورکه مینه

بس کله غیږکې یې ددې،کله هغې لټوي

30/01/2012

جلال اباد

خووځې = ناکامې هلې ځلې ،


©www.rohi.af All rights reserved 2006-2012 Designed by Dr. Weyal كور پاڼه |  زموږ هدف |  انځورونه |  ويډيو گانې |  اړيكي |