ليكوال: پښتون يار / نېټه: 31.07.2010 / خپرونكئ: a /
 

د ٥ طالبانو نومونه له تور ليسته پاک شول

 
د ٥ طالبانو نومونه له تور ليسته پاک شول 

د امنيت شورا له تور ليست څخه دغه پنځه نومونه د القاعده او طالبانو د نومونو د بيا کتنې له مخې ايستل کېږي. موظف شوې کمېټې په يوه بيان کې ويلي، د دغو پنځو کسانو له جملې د دوو نومونه ځکه ايستل شوي، چې مړه دي.

د دغو پنځو کسانو نومونه په دې ډول دي: عبدالحکيم مجاهد، چې پخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير و، ملا عبدالسلام ضعيف چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير و او عبدالستار پاکتين، دغه راز د طالبانو دوه وژل شوي غړي، لکه: عبدالصمد خاکسار او محمد اسلام محمدي.

عبدالصمد خاکسار د طالبانو په وخت کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال او محمدي د باميان والي و.

افغانستان له دغه تور ليست څخه د طالبانو د ځينو غړو د نومونو د ايستلو غوښتنه تېره مياشت د سولې په ملي مشورتي جرګه کې وکړه،
کرولي د واشنګټن د دې اعلان هرکلۍ کوي چې په کې له منځلارو طالب مشرانو سره د خبرو اترو او له هغو وسلوالو سره د روغې جوړې غوښتنه وشوه، چې له جګړې لاس اخلي.

ډيپلوماتان وايي ولسمشر حامد کرزي تقريبا د شلو طالبانو د نومونو د ليرې غوښتنه کړې وه، ځکه دوى له دولت سره ملګري شوي يا هم مړه دي.

خو په دې منځ کې روسيه، چې د امنيت شورا له غړو څخه ده، د نومونو د ليرې کېدو په برخه کې محتاطه ښکاري. ډيپلوماتان وايي روسيه د سخت دريځو وسلوالو او په سيمه کې د نشه يي موادو د کار و باريانو په برخه کې اندېښنه لري.
د ولسمشر حامد کرزي ادارې پنځه کاله مخکې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه وغوښتل چې د ١٢٦٧پرېکړه له مخې چې په ١٩٩٩م کال کې تصويب شوى، په دې ليست کې د شاملو شا و خوا ١٤٠ کسانو له جملې د شلو کسانو نومونه وباسي، چې د دغو شلو کسانو له جملې د پنځو نومونه په جنورۍ او پنځو نورو په دې اوونۍ کې له دې ليسته وايستل شول.

ډيپلوماتان وايي افغان دولت غواړي د پاتې لسو نورو کسانو نومونه هم له ليسته پاک شي.
 

ورستي خبرونه ...

په خوست کې به ټاکنې په خوندي امنيت کې تر سره شي...حکيم بشارت
په امريکا کې ساينسپوهان د سپټمبر د يولسمې د پېښې له اسرارو پرده پورته کوي...امين الله هوتک
امريکايي سرتيري د افغانانو پرېکړي غړي له ځان سره ساتي...امين الله هوتک
په کاپیسا کې د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د پریکړې په وړاندې لاریون وشو...نوښت
د بې پيلوټه الوتکو په دوه بريدونو کې 10 تنه وژل شوي...زيږ اڅړ
بلوچستان کې د سرو زرو د خرڅولو په يوه بازار کې چاودنه شوې...زير اڅړ
د بلخ والي عطامحمد نور زوی د خلکو د تښتولو چارې تر سره کوي...سپينتمان
د جنګساﻻر مسعود د وژنې په کليزه کې په کابل کې اړ و دوړ...سپينتمان
د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د هغې پریکړې په اړه چې غواړي د قران کریم نسخي وسوځوي د ملګرو ملتونو ادارې هم خپله اندیښنه ښکاره کړه ....نوښت
په سعودي عربستان کې کوچنى اختر د جمعې او په پاکستان کې د شنبې په ورځ دى....فضل قادر انډيوال
بېرته شاته
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af    обложки для документов