ليكوال: هوسۍ / نېټه: 28.12.2009 / خپرونكئ: هوسۍ /
 

8 کاله کیږي ،چې بن لادن په توره بوړه کې وژل شوې دی

 
متقاعد امريکايي ډګرمن ( پاپ باباس ) نن دخپل ډول ځانګړي معلومات رابرسیره کړل او شنونکو دا چاودنه وبلله نوموړي ډګرمن بوش ګرم وباله ، چې دبن لادن د وژنې خبر ېې پټ کړ او CIA هم له دې امله ګرم ده ، چې د بن لادن په ژبه او ادرس ېې پیغامونه او اعترافات جوړ کړې دي .
ډګرمن پاپ وايي : دالقاعدې مشر بن لادن 8 کاله وړاندې پر افغانستان دامریکا دبرید پر مهال په 2001 ز کې پر تورې بوړې دهوايي برید پر مهال وژل شوې دی . متحده ایالاتو ځکه دبن لادن دمړینې خبر پټ ساتلې ، چې په منځني ختیځ کې دخپلو جګړو لپاره جواز ومومي .
له پاکستان څخه خپریدونکې ورځپاڼه اوپزر د امریکايي ډګرمن له خولې کاږي : بن لادن د 2001 ز دسپټمبر له یولسمې نېټې رادیخوا پوره 3 میاشتې وروسته دافغانستان په ختیځ کې دتورې بوړې په سیمه کې دامریکايي بمباریو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړې دی .
همدې ورځپاڼې هغه مهال د افغانستان دطالبانو دیوه مشر له خولې خبر ورکړې و ، چې بن لادن په 2001 ز کې په توره بوړه کې وژل شوې دی او همدې طالب مشر پر خپلو لاسونو ښخ کړې دی پردې سربېره نیویارک ټایمز د2005 ز د سپټمبر پر 11 مه نېټه کښلې و : بن لادن د 2001 د ډیسمبر له لومړیو راوروسته تری تم دی د تورې بوړې په غرونو کې ېې کوم څرک نه لګیږي ، خو د بن لادن دمړینې په اړه ېې خبره ګونګه پرېښې وه .
امریکايي مجله امریکن فري فورس مجله کاږي : دولسمشر بوش حکومت د 2001 ز ډیسمبر پر 13 ښه پوهیده ، چې بن لادن نور خپل ژوند له لاسه ورکړې دی له دې وروسته نو بوش ته په کار وه ،چې په افغانستان کې یو مشروع او قانوني حکومت رامنځته کړي دا ورته په کار نه وه ،چې پر داسې یوې جګړې لاس پورې کړي ،چې پای ېې نه درلود .
امریکايي ورځپاڼو ټينګار کاوه ،چې امریکايي څارګرو داسې کېسټې له ځانه جوړې کړې دي او ویل به ېې ،چې دا بن لادن دی او دسپټمبر دیولسمې دپېښو مسوولیت ېې منلې دی ورځپاڼه لیکونکي دوپ وايي : بن لادن دسپټمبر د یولسم له پېښو سره خپل تړاو نه مانه او لږ تر لږه ېې 4-3 ځلې داخبره تکرار کړې ده او دپېښې عاملین ېې غندلي و . نوموړی خبریال زیاتوي په لومړیو کې امريکايي خبري رسنیو له بن لادن ملاتړ کاوه کله ،چې بن لادن دشلمې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې له افغانستانه لیدنه وکړه او دپخواني شوروي اتحاد پر وړاندې ېې دعرب جنګیالو لیکې منظمولې نو دغو رسنیو ورته د ( اتل ) خطاب کاوه دوپ زیاتوي : بوش د 2001 ز د ديسمبر پر 13 مه نېټه وویل : زما هېواد لپاره اوس مهمه داده ،چې بن لادن ونیسو دا زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه ده ترهغې مو ،چې نیولې نه وي نه به کومه پریکړه وکړو او نه به زموږ زړه ارام شي دوپ وايي : بوش ،چې دبن لادن دنیولو موضوع ېې اړینه بلله 6 میاشتې وروسته ېې داخبره له یاده وتې وه بیا ېې داخبره رامنځته کړه : زه ( بوش ) دبن لادن په اړه معلومات نه لرم دا هم راته معلومه نه ده ،چې چیرته دی ، دا زما لپاره کومه مهمه خبره نه ده او نه کوم لومړیتوب لري .
پوپ وايي : بن لادن د امریکايي ولسمشر دسوداګرۍ ملګری او شریک و او بن لادن هغه کس و ،چې امریکايي استخباراتو پرې پوره شل کاله باور کړې و د یولسم سپټمبر له پېښې راوروسته ټولې هوايي الوتنې لغوه اعلان شوې ، خو دامریکا حکومت د 2001 دسپټمبر پر 12 د بن لادن کورنۍ ته اجازه ورکړه ،چې له امریکا ووځي

ورستي خبرونه ...

دکانونو او صنایعو وزارت کې ډله ییزه استعفا ...هوسۍ
امريکايي چارواکي وايي چې دپټو مالوماتو دخپرولو مخه دې ونيول شي...مسيح الله (عصام)
د ٥ طالبانو نومونه له تور ليسته پاک شول...پښتون يار
يو مهم خبر : دامنيت شورا يو غړی امريکايانو نيولی دی ...جلال
د کامرون د څرګندونو له امله د ((ای اس ای)) مشر انګلستان ته خپل سفر لغوه کړ...زيږ اڅړ
د پاکستان جمهور رييس فرانسې ته د سفر تکل کړی...زيږ اڅړ
امريکا ﻻ هم پاکستان سره پوځي مرستې کوي...سپينتمان
په خيبر پښتونخواايالت کې سيلابونو لاهم زور اخيستى،د پښتونخوا او پنجاب ترمنځ لاره هم بنده ده....پښتون يار
راتلوونکي پارلماني ټاکني به پرته له كوم خنډ نه په شفاف ډول ترسره شي ...a
اوباما د مېرمن کلنټن دلور واده ته نه دې بلل شوې ...هوسۍ
بېرته شاته
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af    обложки для документов