د افغانستان ملي موزيم سل کلن شو

د افغانستان ملي موزيم سل کلن شو



روهي (څلورنۍ/۲۱ د وږي)، د افغانستان ملي موزيم سل کالونه وړاندې يانې په ۱۲۹۷ل کال کې په کابل د تاريخي سندونو د ساتنې په پار جوړ شو.

ملي موزيم په هغه وخت کې ملي موزيم نه بلکې د (عجايبو خونې) په نوم شهرت درلود او د قرآن کريم د يو شمېر نسخو په شمول يو شمېر اسناد په کې ساتل کيږي.

د کورنيو جګړو په وخت کې د افغانستان ملي موزيم هم د جګړې له اور لېرې پاتې نه شو. ډېر شمېر تاريخي سندونه او څيزونه په کې وسوځېدل او هم يا هم غلا شول.

له هغه وروسته چې د طالبانو واکمني راغلله، نو په موزيم کې هغه تاريخي مجسمې چې د انسان او ژوو په بڼه وو، ويجاړ شول، چې ملي موزيم يو به ضربه هم وخوړه.

د شمېرو له مخې ويل کيږي چې اوس مهال په ملي موزيم کې تر ۳۰ زره پوري تاريخي سندونه ساتل شوي دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top