پاکستان: هغه خبریالان چې پر چارواکو انتقاد کوي، تر برید لاندې به راځي

پاکستان: هغه خبریالان چې پر چارواکو انتقاد کوي، تر برید لاندې به راځي



روهي (څلورنۍ/۲۱مه د وږي)، پاکستان کې د خبریالانو د دفاع کمېټې راپور کې راغلي، چې دغه هېواد کې د رسنیو آزادي محدوده شوې ده، ځکه د پاکستان پوځ په خاموشانه خو اغېزمن ډول په فشار راوړلو، ګواښونو او نورو اقداماتو سره د خبرونو نشرېدل محدود کړي دي.
 
راپور کې ويل شوي، هغه خبریالان چې پر چارواکو انتقاد کوي، تر برید لاندې راځي او حتی توقیف کېږي.
 
دغه راپور کې وړاندې راغلي، چې پاکستاني پوځ معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د خبریالانو د فعالیت مخه نیولې ده.
 
ياد راپور روان کال کې پاکستان کې د یو شمېر خبریالانو سره د مرکو پر اساس ترتيب شوی دی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top