مجددي د حامد کرزي په شمول سياسي څېرې خپل کورته بللې وې او پر امنيتي تړون يې خبرې کړي

مجددي د حامد کرزي په شمول سياسي څېرې خپل کورته بللې وې او پر امنيتي تړون يې خبرې کړي



روهي (څلورنۍ/۲۱ د وږي)، د مجاهدينو د دورې لومړني ولسمشر او جهادي شخصيت صبغت الله مجددي د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول د هېواد مشهورې سياسي څېرې خپل کور ته بلنه کړې وې او له امريکا سره يې پر امنيتي تړون خبرې - اترې کړي دي.

په دغه استه کې حامد کرزي، حنيف اتمر، محمد محقق، كريم خليلي، يونس قانوني، احمدولي مسعود، سيد منصورنادري، ضراراحمدمقبل، زلمي رسول، رنګين دادفراسپنتا، عبدالهادي ارغنديوال، سيدحامدګيلاني، وحيدالله سباوون، انوارالحق احدي، صادق مدبر او يو شمېر نورو سياسي کسان برخه اخېستې وه.

د حامد کرزي له خوا له امريکا سره د شوي امنيتي تړون په اړه د بيا کتنې وړانديز وشو، چې د ناستې ډيری ګډونوالو د بیا کتنې هوکړه وکړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دا همد وويل، چې امريکا په هغه څه باندې عمل ونه کړ چې په دغه امنيتي تړون کې يې ژمنه کړې وه.

حضرت صبغت الله مجددي چې د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک ملاتړی وو، خو په دغه ناسته کې يې د بيا کتنې غوښتنه وکړه او په موجوده تړون يې نيوکه درلوده.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top