جګړې ولسمشر غني په غوسه کړی، امنيتي ځواکونو ته يې د دفاعي حالت پر ځای د تهاجمي حالت امر کړی

جګړې ولسمشر غني په غوسه کړی، امنيتي ځواکونو ته يې د دفاعي حالت پر ځای د تهاجمي حالت امر کړی



روهي (څلورنۍ/۲۳ د وږي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې وروستيو جګړو او بريدونو په غوسه کړی او افغان امنيتي ځواکونو ته يې د دفاعي وضعيت پر ځای د تهاجمي حالت امر کړی دی.

نوموړي ويلي، چې بله چاره نشته او افغان امنيتي ځواکونه به پر وسله والو مخالفينو خپل بريدونه زيات کړي او په دې برخه کې لاس ته راوړنې هم لري.

ولسمشر غني ويلي، "مونږ اړ يو چې له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته لاړ شو او وړتيا يې هم لرو."

ولسمشر غني دغه لارښوونې وروسته له هغې کړې، چې د کابل په لوېدېځه برخه، ننګرهار ولايت او د هېواد په نورو ولايتونو او سيمو کې د وسله والو بريدونو زور واخېست.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top