درې غوره نعمتونه (د الله ج ډالۍ)

درې غوره نعمتونه (د الله ج ډالۍ)



امنیت د الله ج د نعمتونو څخه داسې ارزښتناک نعمت دی چې د انسان ځان، کورنۍ، مال، عزت او ابرو، مادي او معنوې مصالح په کې له ګواښونو څخه خوندي وي.

الف: امنیت
نور نعمتونه د دې نعمت تر سیوري لاندې پا یښت لري، که چیرې امنیت نه وي نو انسان له هیڅ ډول نعمت څخه ګټه نه شي اخستلای. الله ج د مکې پر خلکو د نورو لورینو په لړ کې یوه لورینه امنیت هم حساب ‎‎‎‎‎‎کړی او فرما یلي دي (فلیعبدوا رب هذا البیت الذی اطعمهم من جوع و امنهم من خوف).
ژباړه: نو په کار ده قریشو ته چې د دې کور د پروردګار عبادت وکړی دهغه ذات چې دوی ته یې خوراک ورکړ. پس له لوږې څخه او امنیت پور په برخه کړ پس له ویرې څخه يانې پر دوی لازم وو چې د امنیت د نعمت شکر یې ادا کړي واي او یوازې د یو الله ج عبادت یې کولای.


ب: روغتیا
صحت هم د نورو نعمتونو په څیر ارزښتناک نعمت دی. روغ بنده په ډیره آساني سره خپل دنیوي او اخروي کارونه سرته رسوي، خورا زیات فضیلتونه یې په برخه کیږي، د نورو نعمتونو ښه احساس کوي او ورڅخه خوند اخلي بالعکس ناروغ انسان د هر ډول نعمت له احساس څخه محروم وي. پیغمبر ص یوه سړي ته داسې نصیحت وکړ: (اغتنم خمسا قبل خمس، شبابک قبل هرمک و صحتک قبل سقمک......)
ژباړه: پنځه شیان د پنځو نورو د راتلو څخه مخکې غنیمت وګڼه: خپله ځوانې د خپل زړښت له راتلو څخه مخکې غنيمت وګڼه، خپله روغتیا له ناروغي څخه مخکې غنیمت وګڼه...

ج: فارغ وخت
فارغ وخت هم د نورو نعمتونو په څیر خورا ستر نعمت دی، مګر خلګ ورڅخه غافل دی، په عبث تیریدو یې هیڅ پروا نه کوي، حال دا چې د انسان او وخت تر منځ یوه چوپه مسابقه روا نه ده. تاواني انسان هغه دی چې د ځان او نورو لپاره له وخت څخه ګټه پورته نه کړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top