ولې طالبان دې حد ته نږدې شول، څو د افغانستان جګړه وګټي

ولې طالبان دې حد ته نږدې شول، څو د افغانستان جګړه وګټي



ولې طالبان دې حد ته نږدې شول، څو د افغانستان جګړه وګټي
 
سرچینه: الماني سیاسي ویبپاڼه هوفپوست
لیکوال : فن جوش ګرونه ولد
ژباړن . سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
 
د امریکا متحده ایالاتو لخوا افغانستان یوازې پریښودل به په دې مانا وي، څو په ټولیزه توګه ټوله سیمه ورسره بې ثباته شي.
 
اشزف غني د کابل په مرکز کې یوې وړې غوندې ته ولاړ دی. دی د مسلمانانو د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په ویاړ د مبارکۍ اختریزه وینا کوي. د افغانستان ولسمشر وویل، زموږ ولس سوله غواړي او موږ هم سوله غواړو، په دې وخت کې د دوو توغندیو د چاودیدو غږونه واوریدل شول. یو توغندي د ولسمشرۍ ماڼۍ څنګ ته ولګید او بل د متحدو ایالاتو د سفارت په شاوخوا کې ولکید. دا ځلې دې توغندیزه برید هیڅ ډول مرګژوبله را منځ ته نه کړه.
 
اشرف غتي د وینا پرمهال د توغندیو د چاودنو غږ ته لږ تم شو او بیا خپلي وینا ته دوام ورکړو. که دا وسله وال په دې باور وي چې زموږ ولس به ورته تسلیم شي او له دې امله پر موږ توغندي راتوغوي او بریدونه کوي، دوی بیا غولیدلي دي.
 
څو ورځې مخکې د افغان دولت ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ د وسله والو سره درې میاشتنۍ یو اړخیز مشروط اوربند اعلان کړو.
 
غني غواړي د طالبانو سره خبرې وکړي، لکه څنګه د امریکا متحده ایالات د اسلامي وسله والو سره د سولې اړوند خبرو اترو ته تیار شوي دي.
 
د غني وړاندیز ته د طالبانو ځواب د توغندیو توغول وه.
د طالبانو مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده د لوی اختر په ویاړ په خپله وینا کې وویل، دی به تر هغه اوربند ونه مني، څو د اوولسو کلونو راهیسې د طالبانو غوښتنې ونه منل شي، هغه له هیواده د امریکا متحدو ایالاتو د ټولو پوځیانو او د بهرني ځواکونو وتل دي.
 
له سترو سیاسي ننګونو او اختلافونو سره مخامخ غني هڅه کوي، څو د افغانستان په جګړه کې ځان پیاوړي وښيي، خو له دښمنیو او کرکو ډک اخوندزاده بیا خپل ځان پیاوړي ښيي.
 
د ۲۰۰۱ کال د جګړې له پیل راهیسې طالبان هیڅکله دومره پیاوړي شوي نه وه او هیڅکله دوی دومره خپلې موخو ته نه وه نږدې شوي، لکه وسمهال. دا ځکه چې د امریکا متحدو ایالاتو د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان ډونالډ ټرمپ دې ته نږدې شوې دی، څو په افغانستان کې افغانان یا افغان وګړي یوازې پریږدې.
 
د افغانستان ابدې اوږده جګړه به خپل ګټونکي مومي:
په دې ورستیو تیرو څو کلونو کې اخوند زاده او د هغه طالبان په دې لټه کې وو، څو د افغانستان په جګړه کې ځښتي ډیرې ظالمانه او بې رحمانه کړنې ترسره کړي.
 
د ۲۰۱۴ کال راهیسې د طالبانو د جنګیالیو ملیشو سره په ځانګړي توګه د پاکستان ملاتړ او همکاري ورسره دی، د دوی په شمېر کې د شلو زرو څخه لږ تر لږه تر شپیتو زرو پوري زیاتوالي راغلي دی. د طالبانو شمېر د زیاتېدو سره د جګړې بې ګناه قربانیانو د مرګژوبلې په شمېر کې هم زیاتوالي راغلي دی.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ د مرکزي آسیا په دې هیواد کې یوازې د سږ کال تر نیمايي پوري ۱۹۶۲ بې ګناه ملکیان د بریدونو او جګړو له امله وژل شوي دي. په داسي حال کې په ورته وخت کې په تېرو لسو کلونو کې په دغه شمېر د بي ګناه ملکیانو وژنې شمېرلي شوي دي.
 
د ۲۰۱۶ کال راهیسې طالبان په دې توانیدلي دي، څو په افغانستان کې سترې سیمې ونیسې. د هیواد د لویدیځو ولایتونو ډیرې سیمې د دوی تر ولکې لاندې دي. دې ته نورې سیمې لکه د هلمند ولایت، د کندوز ولایت شاوخوا سیمې او د پلازمینې کابل سویلي برخې ورزیاتي شوي دي.
 
که څه هم افغان حکومت د هیواد ډیرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري. خو طالبانو دا ثابته کړه، دوی د دې توان لري، څو د هیواد لرې پرتي کلیوالي سیمې تر خپل حاکمیت لاندې وساتي. دا خبره د امریکا متحده ایالاتو د فکرونو په فابریکه Council of Foreign Relationsکې د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهي اغلې کورتنېز کووپر Courtnez Cooper  همدې ورځپاڼې دهوفپوست ته کړي ده.
 
اغلې کووپر دا یادونه یې هم وکړي ده، چې طالبانوته به ډیره ګرانه وي، څو د هیواد نیول شوې سیمې خاوره د اوږدې مودې لپاره په خپل کنټرول کې وساتي او یا حکومت پرې وکړي.
 
خو د دې سربیره دوی (طالبان) افغان حکومت او د کابل نړیوال ملاتړې تر خپل سخت فشار لاندې نیولي دي. همدې کارپوهي وویل. ٬٬که څه هم په تیر کال کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ځښت ډیر شدت شتون درلود ٬٬پر کومه کچه یا اندازه د افغان حکومت او د کابل پر نړیوالو متحدینو باندې د طالبانو له لوري فشار لوړ شوي دی. دا فشار په تیره پنجشنبه کې د افغانستان په مرکزي ښار غرني کې وښودل شو. د غزني ښار اټکل سل کیلو متره لري د کابل په سویل لویدیځ کې پروت دی.
 
په غزني او فراه کې د طالبانو د خبرداری ډزې
وسله والو طالبانو د غزنۍ امنیتي کمربند پر ډیرو پوستو باندې بریدونه تر سره کړل. هممهاله د غزني پر ښار د څو اړخونو له لوري جګړه پیل کړه. د افغان امنیتي ځواکونو سره د غزني په څنډو او د ښار په شا خوا سیمو کې ځاي ځای نښتې پیل شوې. د غزني ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري دې ورځپاڼي خبریال ته ویلي وو.
 
فقیري دغه خبره هم کړی وه، چې له دې امله د غزني په ښار کې ولسي وګړي ځښت ډیر نارامه او اندیښمن دي. ده دا ندېښنه او وېره هم څرګنده کره، چې دا وېره اچونکي بریدونه به د یو لوی برید پیل وګرځي، ځکه په یوه میاشت کې دا دویم برید دی، چې تر سره کیږي.
 
طالبانو په شپه کې د اګست میاشتې په لسمه نېټه د غزتي ښار پر مرکز یرغل وکړه، دوی پېنځه ورځې د افغان وسله والو ځواکونو سره په سړکونو او کوڅو کې سخته جګړه وکړه. په دې برید کې اوویا افغان امنیتي سرتېرې ووژل شول. د ملګري ملتونه د اټکلونو پر بنسټ د ۲۰۰ څخه تر۲۵۰ بې ګناه افغان ملکیان وژلي شوي دي. تر اوسه د غزنۍ ښاز ۱۵۰۰۰۰ ښاریانو ته اوبه او خوراکي توکې په پوره توګه نه دې رسیدلي.
 
غزنۍ کې د طالبانو د خبردارۍ ډزې، په دې کال کې دا دویم ځل دی، دوی د سږکال په لومړیو کې د افغانستان په لویدیځ کې د فراه ولایت د یوې لنډې مودې لپاره ونیولو. د غزني پر ښار برید دا وښودله، چې طالبان د دې توان لري، څو ستر ستر ښارونه ونیسې. د واشینګټن د بروکیګ په انیستیتوت کې د افغانستان د چارو ماهره کارپوهه اغلې فنده فلدبوب بروان همدې د هوفپوست ورځپاڼې خبریال ته ویلي، که څه هم طالبانو د غزنۍ ښار ونشو ساتلي، د دوی دا وېره اچونې ګواښونه کافي دی. څو طالبانو د خپل ځواک څرګندويې وکړي. دغه خبره دغي اغلې فلدبوب بروان په ټینګار سره وکړه.
 
د دوی دا پیاوړتیا او د ځواک ښودنه به په راتلونکي د سولې اړوند خبرو اترو کې له د وسله والو سره مرسته وکړي. ځکه طالبان په ریښتنې توګه د جګړې ختمولو په اړه خبرو اترو ته چمتو دي. که څه هم دوی سوله یواځې د خپلو شرایطو پر بنسټ غواړي.
 
 طالبان څه غواړي:
د اسلامي سختدریځو وسله والو اساسي شرط او غوښتنه له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل دي.
 
د طالبانو دویم اساسي شرط او غوښتنه په افغانستان کې د اسلامي شریعت نظام نافذوال دي. د کارپوهانو په اند د طالبانو مشرتابه په دې برخه کې امتیاز ورکولو ته چمتو شوي دي او خپل نرمښت یې هم ښودلي دی.
 
وسله وال طالبان یوازې او په ځانګړي توګه د یو متحد افغانستان غوښتونکي دي، داسي یو اسلامي حکومت  چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي او افغانشموله وي.
 
په دې صورت کې د طالبانو غوښتنه دا هم ده، چې دوی د افغانستان په راتلونکي سیاست کې باید پوره ونډه ولري، لکه په لبنان کې د اسلامي حزب الله موقف په څېر. دوی دا هم غوښتنه هم لري، څو خپل جنګیالي د افغان په وسله وال پوځ کې منخل یا یو ځاي کړي.
 
٬٬دا هم شوني ده، په افغانستان کې د کلونو کلونو لپاره وینه وبهیږي."
 
په دې ټولو شرطونو کې د طالبانو تر ټولو مهم شرط دا دی، طالبان غواړي د امریکا متحده ایالاتو سره په مستقیمه توګه خبرې اترې وکړي. ځکه دوی افغان حکومت په رسمیت نه پیژنې او د خبرو اترو وړتیا په کې نه ویني.
 
دوی دا ډول ځښتې ډیرې نورې پوښتنې او غوښتنې د سیاسي او د پوځي واک د لږد په اړه لري. دا خبره هم همدې سیاستپوهي اغلې فلدبوب براون کړي ده.
 
دا به یوه ستره تیروتنه او لیونې باور وي، که موږ د دې تمه ولرو، چې افغان وسله وال طالبان به یو جوړجاړي یا یوه معاملي را سره ومني، لکه په کولمبیا کې د FARC ګوریلاې غورځنګ سره یو تفاهم لیک لاسلیک شو. د کولمبیا( فارس )غورځنګ خپلې وسلې پر ځمکه کبښودې او د خپلو ځینو مشرانو د بند سزأ يې ومنله او په بدل کې دوی د کولمبیا سیاسي سیستم یوه برخه ورګرځيدل.
 
طالبان د کولمبیا د ( فارس ) له غورځنګه ځښت ډیر پیاوړي دي. دوی به خپل ځانونه بې وسلې نه کړي، دوی هیڅ ډول سزا ونه مني، دوی غواړي د دوی ځواک په افغانستان کې په رسمیت وپیژندل شي، اغلې فلدبوب دا موضوع داسي تشرح کړه.
 
دغه کارپوهه په دې باور ده، چې افغان حکومت به هم په هیڅ دا ډول یوه معامله یا جوجاړي ونه مني. دا شونې ده چې کلونه کلونه به خبرې اترې روانی وي. په داسي حال کې چې وینې به بهیږي. دې مېرمني دا خبره هم زیاته کړه، ٬٬ دا موضوع دې پورې هم اړه لري، چې د جګړې په ډګر کې حالت کوم لوري ته بدلیږي٬٬. د طالبانو د ستراتیجۍ کیلي همدلته پرته ده. طالب وسله وال پر افغان وسله وال پوځ برلاسه بریښې، دوی یواځې د امریکايي سرتیرو په مرسته او ملاتړ کولي شي، اسلامي وسله وال بیا او بیا بیرته په شا وتمبوي.
 
د اوولسو کلونو ورسته امریکایان د جګړې نه ځښت ډیر ستړي شوي دي. د جولاي په میاشت کې د امریکا متحدو ایالاتو د طالبانو له استازو سره خپلې لومړنۍ مقدماتي خبرې اترې پیل کړي دي.
 
موږ ( جګړه ) نشو ګټلي، موږ یې بایللي هم نشو. دا خبره د امریکي متحدوایالاتو د وسله وال پوځ یوې تر ټولو نوموتي کارپوهي او د امریکا هوايي ځواک اتلي سارا کریبس دې ورځپاڼې ته په مرکه کې کړي ده. سارا کریبس د یوې اوږدمهالې جګړې څخه خبرې کوي. دا هغه جګړه ده چې امریکا په متحدو ایالاتو کې لږ ملاتړې او پلویان لري. سره له دې له افغانستانه وتل یو ښه منلي مناسب اقدام نه بولي. هغي وویل، ٬٬ بایلل اصلاً د امریکایانو نه خوښیږي ٬٬د دوی دا هم نه خوښیږي چې هیڅ څه ونه ګټي، داسي یو شي په ځانګړي ډول د دې سړی هم نه خوښیږي، دا هغه څوک دی چې د افغانستان د جګړې برخلیک ټاکي او په اړه يې پرېکړې کوي: هغه ډونالډ ټرمپ دی.
 
د ٬٬اړتیا وړ اړینه جګړه٬٬ اوس یو بار پریوځي
مخکني ولسمشر اوباما د افغانستان جګړه د ترهګري په وړاندې یوه اړینه جګړه بللي وه. خو د خپل کاري دورې په ورستیو کلونو کې اوباما ډاډمن نه وه، څو په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو ژمني او تعهدات دوام ومومي. هغه د دې هیواد څخه د ډیرو شمېر پوځیانو د وتلو امر وکړ، خو په پای کې بیا ده د خپل امر بیرته اخیستلو هوډ څرګند کړو.
 
ټرمپ هم د خپلي ولسمشرۍ په پیل کې غوښتل، څو له افغانستانه خپل پوځیان وباسي. د هغه د ملي امنیت ریس میک ماسټر او دفاع وزیر جمیز میتس دې له دې پرېکړې بیرته را وګرځولو.
 
یو کال مخکې د امریکې ولسمشر د افغانستان په اړه خپله ستراتیجۍ اعلان کړه. په دې ستراتیجۍ کې راغلي، امریکايي پوځیان باید په افغانستان کې پاتي شي. له افغانستانه وتل، به د عراق د جګړه په څېر یوه تیروتنه بیا تکرار شي. دې تیروتنې د داعش ترهګرې ډلې له جوړیدو سره مرسته وکړه.
 
د امریکا حکومت په حواله د دې ستراتیجۍ یو کال ورسته سختدریځو طالبانو نږدې د افغانستان نیم ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي او یا په کې پوره نفوذ لري.
 
په پېنځه لسم د اکتوبر د ولسي جرګې ټاکني تر سره کیږي، کیدای شي دا د دې لامل شي، څو تاوتریخوالي
په ټول هیواد کې خپور شي او دا تاوتریخوالي په کورنۍ جګړې واوړي.
 
د دې شونتیا هم شته ده، وسمهال ټرمپ د خپل کورنۍ سیاست له امله تر سخت فشار لاندې دی، دا هم شونې ده چې دې په خپله ستراتیجي کې نوې بدلون راولي او خپلو پوځونو ته له افغانستانه د وتلو امر ورکړي.
 
که د ټرمپ حکومت د منځمهالي ټاکنو ورسته له سیاسي کړکیچ سره مخامخ شي، د ا هم د فکر وړ او اټکل کیدونکي خبر ده، چې دې به له طالبانو سره یوې معاملې ته چمتو شي، څو له افغانستانه زر تر زره ووځي. څنګه چې د امریکې پخوانی ولسمشر نکیسن د هوچیمن سره یوه معامله وکړه، له هغي ورسته بیا هوچیمنیانو ټول ویټنام ونیولو. دا خبره هم همدې سیاسي کارپوهي فلدبوب بروان وکړه.
 
د امریکایانو د وتلو سره سم د واک تېشه را منځ ته کیږي، دې تېشې ته نه یوازې طالبان، بلکې نورې وسله والې ډلې او ځواکونه وردنګي. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو سره سم کیداي شي ټوله سیمه بې ثباته شي.
 
له دې سره د یوې بلې ٬٬ سترې لوبې ٬٬تکرار او ګواښ رامنځ ته کیږي. هغمهال په نولسمه پیړې کې کړکیچ د انګریزانو او تزارې روسانو ترمنځ د مرکزي اسیا د نیولو په سر وه.
افغانستان، هغه هیواد دی، چې هر څوک يې په لټه کې دي
د ابهاماتو او شکونو سره سره د افغانستان د کړکیچ دوام لاملونه په افغانستان کې د شخړو د پرمختګ او حل په اړه ناڅرګندتیاوې دا تضمینوي، چې ډیرو سیمه ییزو ځواکونو په دې هیواد کې په لوی لاس لاسوهنه وکړي. د بروکینګ انیستیستوت کارپوهه کووپر وايي.
 
په ټولو لوبغاړو کې به یوه ډله ډیره ګټه تر لاسه کړي: هغه طالبان دي.
په تیرو لسو کلونو کې طالبان په دې وتوانیدل، چې دوی په بهر کې د خپلو متحدینو سره خپلې اړیکې پیاوړي کړي. همدغه کاپوهه وايي. دغه ملیشي اوس یواځې پاکستان پورې تړاو نه لري، دوی د چین، ایران او روس څخه هم ملاتړ ترلاسه کوي.
د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین رژیم په ښکاره ټوګه اعلان وکړو، دوی غواړي طالبانو ته وسلې او مهمات ورولیږي. د دې سربیره په دې ورستیو ورځو کې د کرملین مشرانو او د اسلامي طالبانو تر منځ دې یوې ممکنه غونډه په اړه خبرې اترې رواني دي.
 
په افغانستان کې یو مخ پر رږیدونکي بې تصمیمه متحده ایالات به ډیر زر وویني، چې مختلف سیمه ییز ځواکونه به د خپلو سیمه ییزې باور راییو کارولو او یا اچونې سره دې جوړ جاړي ته سره ورسیږي، څو په راتلونکي کلونو او لسیزو کې طالبان په دې هیواد کې د یو جدي لوبغاړي توګه را منځ ته کړي. همدې اغلې کووپر وویل.
 
د افغانستان په جګړه کې دا مختلف لوبغاړي څه غواړي:
  • پاکستان : له ډیرې مودې راهیسې د طالبانو تمویلونکي او ملاتړې هیواد دی. لا تر اوسه د خپل استخباراتي سازمان له لوري ور سره کومک او همکاري لري. د امریکا متحده ایالات پاکستان د طالبانو په وړاندې د یو منځګړي په توګه کاروي. خو په عین حال کې وسمهال طالبان دې ګاوندې هیواد ته د یو رټلي او ناولې ساتونکي په څیر ګوري. دوی غواړي ځان تیرنه بې غمه او خلاص کړي.
  • ایران : دا شیعه هیواد د افغانستان په کړکیچ کې د پاکستان سیمه ییزه سیال دی. ایران د یوې لسیزې راهیسې د سني طالبانو سره په اړیکو جوړولو کې بوخت دی. تر ډیره بریده دا اړیکې د مصلحت له مخي، نه دې عقیدي له مخي دي. له کله نه چې د امریکا متحده ایالات د ایران د اټومي معاملې څخه وتلي، ایران د افغانستان د جګړې په دګر کې یوه نیابتي جګړه د امریکې په وړاندې پر مخ بیایي.
  • چین: که څه هم دغه هیواد په ورستیو څو کلونو کې د طالبانو سره اړیکې پالي، هممهاله په افغانستان کې خپل اغېز ځښت ډیر ډیرکړی دی او ورسره هڅې کوي، څو د طالبانو متحد پاکستان او وسله والو طالبانو سره نوره نږدې کړي. په دې کړکیچ کې د چین څخه تمه کیدونکې هیلې، چې د یو منځګړي رول به ولوبوي، دا به مخکې له مخکي خبرې وي. سره له دې ټولو د دې زبر ځواک هیواد موخې یا نیتونه په افغانستان کې لا تراوسه نا څرګنددي.

 
روسیه : افغانستان د روسانو لپاره یو مترادف ټپ یا پرهار دی لکه امریکایانو ته د ویتنام ټراومه یا روحي ټپ.. تر ننه پوري د روسانو اغېز د هندوکوښښ په غرونو کې ایسار (افغانستان )کې ډیر لږ دی. تر هغي چې پوتین ورته هیلمن ښکاري. کرملین په دې لټه کې دی، څو له طالبانو سره نږدې اړیکې جوړې کړي. روسان غواړي د طالبانوسره د مالوماتو په شریکولو سربیره د وسلو ورکولو ملاتړ هم تر سره کړي. د روسانو موخه دا ده، څو په سیمه کې د امریکا هژمونيستي برلاسیتوب باندې برید وکړي.
 
دا مهمه نه ده، چې کوم هیواد به له طالبانو سره د نږدېوالي اړیکو ګټونکي شي، یواځیني حالت به دا وي چې دغه اسلامي سختدریځه به دې ته نږدې شي، څو نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. دا به یو جیو سیاسي ناورین وي.
 
 د امریکا متحده ایالاتو له لورې افغانستان یوازې پریښودل به په دې مانا وي، څو ټوله سیمه ورسره بې ثباته شي. د همدې سیاستپوهي ښځې فلدبوب په اند.
 
٬٬تر اوسه داسي انګیرل کیږي، دا پاکستان دی، چې افغانستان بې ثباته کوي. خو که افغانستان د طالبانو تر حاکمیت لاندې راشي، تر ټولو لومړۍ به پاکستان بې ثباته کیږي." همدې سیاسي کارپوهي وویل.
 
افغان اسلامي سختدریځه طالبان د پاکستان په شمال کې د مختلفو ترهګرو ډلو سره همکاري لري. دغه  همکاري او ګډ کار به هغمهال لا نوره پراختیا ومومي، کله چې طالبان واک ته لاس رسۍ ومومي.
 
په دې لړ کې دا هم شوني ده ، چې پاکستاني سیاست به سختدریځۍ ته واوړي. او د دې سختدریځي اغيز به د هند سره د کشمیر پر کړکیچ  هم پریوځي.
 
٬٬ او دا ټول شیان په داسي یوه سیمه کې، چیرته چې د نړۍ تر ټولو لوی امکان شته دی، څو د نوکلییار اټمي وسلې د ترهګرو لاسته ولویږي ٬٬ .میرمن فلدبوب خبرداری ورکوي.
 
د دې احساس افراطي وضعیت فشار او ترهګریرو سناریو مختیونه یوازي افغان حکومتونه کولي شي. اوس دا د ولسمشر اشرف غني پورې اړه لري. چې د امریکا متحده ایالات پاتي کیدو ته اړ باسي او یا طالبان یو تلپاتي اوربند ته هڅولي شي. د دواړو جانسونو چانس ډیر لږ دی.
 
زموږ ولس سوله غواړي ٬٬په کابل کې اشرف غني وویل، خو په ریښتني مانا په افغانستان کې جګړه روانه ده او طالبان په دې لټه کې دي څو دغه جګړه وګټي."
 
پای

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top