ننګرهار: د شینوارو د محلي پولیسو قوماندان او د هغه دوه وروڼه ونیول شول

ننګرهار: د شینوارو د محلي پولیسو قوماندان او د هغه دوه وروڼه ونیول شول



روهي (څلورنۍ/٢١مه د وږي)، د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږګياڼي وايي، شينوارو کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان بلال پاچا او د هغه دوه وروڼه د ځانګړو ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
 
بلال پاچا د سیمه ییزو پولیسو هغه قوماندان دی، چې تیره ورځ یې پر ضد لاریون وشو.
 
پر بلال پاچا او د هغه پر وروڼو تور دی، چې هدفي وژنو او وسله والو غلاوو کې لاس لري.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top