پکتيا: د چاودېدونکو توکو ډک لارۍ موټر ونیول شو

پکتيا: د چاودېدونکو توکو ډک لارۍ موټر ونیول شو



روهي (څلورنۍ/٢١مه د وږي)، د ملي امنیت خبرپاڼه وايي، دغه لارۍ بار وړونکي موټر کې د امونیم نایتریتو ۶۲ بوجۍ ځای پرځای شوي وې.
 
خبرپاڼه کې ويل شوي، ددغه موټر لېږدونکي د حقاني شبکې غړي دي او چاودېدونکي توکي یې له وزیرستان څخه غزني ته لېږدول.
 
ویل کېږي، له دغو چاودېدونکو توکو څخه د ماینونو او ځانمرګو واسکټونو جوړولو کې استفاده کيږي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top