څو په خپله

څو په خپله



څو په خپله سره یو نه شو ورکیږو
لاترڅو به په سرو وینو کې لمبیږو

هره ورځ دلته د غم په ټغر ناست یو
د غزني ،کابل،ننګرهار په ویر ژړیږو

نن په یو سبا په بل کور کې ماتم دی
د پردو تحریک او لمسه وژل کیږو

هرکنډر په هره خوا مرګی مرګی شو
په نفاق کې مونږ له غمه نه خلاصیږو

ورنو سوله، همغږۍ ته ضرورت دی
په یووالي خپل مطلب ته مونږ رسیږو

تربګني او په نفاق باندې څه نه شي
ځو د سولې د کاروان سره یو کیږو

افغاني، حب الوطن جز د ایمان دی
خپل وطن په خپل ایمان باندې نازیږو
 

Loading...
tags

  

  

د ښاغلی سمیع الـدین افـغاني ژوند لیک
د لیکوال او شاعـر په هکله

ښاغلی سمیع الدین افـغاني د ارواښاد مولوی محمدسعید (سعید افغاني) ځوی د مرحوم مولوي عبدالمجیدلمسی په کال (۱۳۳۳) ه ش کې د لغمان ولایت دعمر زیو دقریې دخیراباد په کلي کې زیږیدلی دی......
      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top