د جرايمو ضد نړیواله محکمه: افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د جنګي جرمونو څېړولو ته ادامه ورکوو

د جرايمو ضد نړیواله محکمه: افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د جنګي جرمونو څېړولو ته ادامه ورکوو



روهي (څلورنۍ/۲۱مه د وږي)،د جرايمو ضد نړیواله محکمه وايي، افغانستان کې پر امریکايي سرتېرو د جنګي جرمونو د تورونو اړوند خپل کار ته ادامه ورکوي.
 
د يادې محکمې ویاند فدي العبدالهي رسنيو ته ويلي، د جرايمو ضد نړیواله محکمه یو ازاد نړیوال قضايي بنسټ دی او د نړۍ ۱۲۳ هیوادونه یې ملاتړي دي.
 
نوموړي زیاته کړه، د قانون د یوې محکمې په توګه به دا بنسټ خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.
 
له دې یوه ورځ وړاندې د سپینې ماڼۍ ملي امنیت سلاکار جان بولټن خبرداری ورکړ، که چیرې د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو د لګېدلو تورونو اړوند څېړونو ته ادامه ورکړي، نو امریکا به پر دې محکمې بندیزونه وضع کړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top