ولسمشر: اوس زموږ د ملي یووالي پر ضد جنګ دی

ولسمشر: اوس زموږ د ملي یووالي پر ضد جنګ دی



روهي (څلورنۍ/۲۱مه د وږي)، ولسمشر محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته له یو شمېر اهل تشیع علماو سره په ارګ کې وکتل.
 
په دې کتنه کې د ولسمشر دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د اهل تشیع علماو په استازیتوب نعمت الله غفاري د محرم امنیت او د دې مراسمو د نمانځنې چمتووالي ته د ولسمشر د پاملرنې قدرداني وکړه.
 
ولسمشر اشرف غني وويل: سږکال محرم داسې فضا کې نمانځل کېږي، چې د هيواد امنیتي وضعیت تغیر کړی، تېر کې جنګ تحمیل شوی وو او اوس زموږ د ملي یووالي پر ضد جنګ دی. زموږ پر هېوادوالو په ځانګړي ډول پر اهل تشیع او هزاره ورونو هر برید، پر اسلامي ورورولۍ او د افغانستان پر ملي یووالي برید دی.
 
ولسمشر زياته کړه، ددې ترڅنګ چې د عاشورا امنیت د پولیسو دنده ده، بلکې زموږ د ملي امنیت لومړیتوب ګڼل کېږي او د مراسمو د هرې برخې د امنیت ټینګښت، زموږ له لومړیتوبونو څخه دی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top