هند: يوه غرنۍ دره کې د بس لوېدو له امله ۵۵ تنه وژل شوي

هند: يوه غرنۍ دره کې د بس لوېدو له امله ۵۵ تنه وژل شوي



روهي (څلورنۍ/۲۱مه د وږي)، د هند جنوبي برخه کې پرون سه شنبه د یو بس موټر چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۵۵ تنه وژل شوي او لسګونه کسان ټپیان دي.
 
ددې بس سپرلۍ له یو عبادتځای څخه د جکتیل ښارګوټي ته په لاره وې، چې بس موټر یې یوه غرنۍ دره کې لاندې وغورځېد.
 
د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي، دغي پېښې خواشینی کړی دی.
 
د هند سړکان د نړۍ په سطحه له دې امله مرګوني وبلل شول، چې دغه هیواد کې په ۲۰۱۶ م کال کې تر ۱۵۰ زرو زیات کسان په ټرافیکي پېښو کې وژل شوي وو.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top