کابل کې د امریکا سفیر: غواړو افغانستان ته نوره پانګونه راجلب کړو

کابل کې د امریکا سفیر: غواړو افغانستان ته نوره پانګونه راجلب کړو



روهي (څلورنۍ/۲۱مه د وږي)، د افغانستان-هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې دوهم نندارتون د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې لخوا نن د امریکايي استازو په ګډون د هند ممبي ښار کې پیل شو.
 
کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي، غواړي افغانستان ته نوره پانګونه راجلب کړي، څو ددې هېواد وګړي اقتصادي هوساینې ته ورسیږي.
 
جان بس ويلي، چې زه به دغه نندارتون کې د مخکښو افغان سوداګرو او د افغانستان او هند له استازو سره ګډون وکړم، څو د سیمه‌ ییزو اقتصادي اړیکو د ټینګښت لارې چارې ولټوو او افغانانو سره مرسته وکړو، چې هوساینې ته ورسیږي.
 
نوموړی زياتوي، تېر کال په ورته یو نندارتون کې تر زرو زیاتو سوداګرو او پانګه‌ والو ګډون کړی وو، چې نتیجه کې یې د ۲۱ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شول.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top