مټيس: د بهرنيو پوځيانو د ساتنې لپاره پر افغان ځواکونو کنټرول زياتوو

مټيس: د بهرنيو پوځيانو د ساتنې لپاره پر افغان ځواکونو کنټرول زياتوو



روهي (څلورنۍ/۲۱مه د وږي)، د امریکا دفاع وزیر وايي، امریکا متحده ايالات د خپلو سرتېرو د ساتنې لپاره پر افغان ځواکونو کنټرول زیاتوي.
 
جېمز مټیس ویلي، د سیمه ییزو پولیسو په ګډون د هغه پولیسو کچه زیاتوي، چې پلټنه وکړي او معلومه کړي، چې کوم افغان سرتېري سختدریځه دي او یا هم هوډ لري، چې پر بهرنیو ځواکونو برید وکړي.
 
مټیس زياته کړې، افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره له طالبانو بېلابېل پیغامونه ترلاسه کوي.
 
د مټیس په خبره، طالبان اوس تر پخوا زيات د سولې خبرو ته لېواله دي.
 
نوموړي د سلاکار په توګه د زلمي خلیلزاد ټاکنه ستایلې او دغه ګام یې ښه کار بللی دی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top