د اسلامي هېوادونو د مرستو سازمان: د افغان جګړې ښکېلې غاړې بايد د سولې خبرې پيل کړي

د اسلامي هېوادونو د مرستو سازمان: د افغان جګړې ښکېلې غاړې بايد د سولې خبرې پيل کړي



روهي (څلورنۍ/۲۱مه د وږي)، د اسلامي هېوادونو د مرستو سازمان افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي، چې د سولې خبرې پیل کړي.
 
جده کې د افغان سولې پروسې اړوند غونډه کې د سعودي عربستان استازي زبیر بن محمد الدریسي ویلي، افغانستان کې روان تاوتریخوالی منځګړیتوب ته اړتیا لري او دغه هڅې به ادامه ولري.
 
دغه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیراحمد اندېشه ویلي، افغانستان کې جګړه نه یوازې داخلي بڼه، بلکې نړیواله او سیمه ییزه بڼه هم لري.
 
نوموړي ویلي، لاهم ځینې هېوادونه طالبانو ته وسلې ورکوي او له هغوی څخه ملاتړ کوي.
 
دغه غونډه د افغانستان سولې او ثبات لپاره د اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون پرون سه شنبه جوړه شوه.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top