هغه کسان وپېژنئ چې منفي خویه او پر خپل ځان بې باوره دي‎

هغه کسان وپېژنئ چې منفي خویه او پر خپل ځان بې باوره دي‎



نن چې مونږ د ټولني له سختو کړاوونو سره مخ یوو، ډېر کړاوونه مونږ خپله ایجاد کړي دي؛ ځکه ټولنه مو له ډېرو داسي منفي ګرانو ډکه ده، چې د هیڅ کار وړتیا هم نه لري او دغه منفيګرافي په ټولنه کې خپروي، بد افکار د بد وایروس په شان ډېر زر بل انسان ته سراعت کوي، نو اړینه ده چې هغه خلګ وپيژندل شي چې پخپل ځان هم بې باوره دي او نورو ته هم دا بې باوري انتقالوي.

که کله مو په کوم انسان کې دغه ښکته لیکل شوې ځانګړني وليدلي نو ځان ورنه وساتئ، او کوشش وکړئ چې یاد کس له دې بد رنځ څخه راوباسئ!.

هغه شل نښې چې په بې باوره خلګو کې وي
۱.دوی په ټولنه کې اوازه اچوونکي دي.
۲. دوی هر وخت نیوکه کوونکي طبیعت لري. نیوکه په داسي بڼه کوي لکه کومه سیالي چې کوي او فکر کوي چې په ډېره نیوکه یې دوی ګټي.
۳. مغروره دي ان دومره چې فکر کوي په هر څه پوهیږي. دوی نه د ځان لپاره او نه له چا سره کار کولی شي.
۴. دوی فکر تړلي خلګ دي او ځان محوره دي.
۵. تل پلمي کوي او خپلې ماتې توجیه کوي.
۶. دوی مسوولیت نه منونکي دي، او هر وخت نور ملامتوي.
۷. جبري لید لوری لري، ابتکار نه پيژني او تل په دې تمه دي وي چې په ژوند کې به یې يو څه پخپله پېښ شي.
۸. دوی په ذاتي ډول کینه ګر او حسود دي.
۹. د مثبتي نیوکي زغم نه لري او تل کوشش کوي چې د فاعي حالت خپل کړي.
۱۰. کله چې یوازې شي ارام او راضي نه وي نو له همدې کبله بې حوصلې کېږي.
۱۱. پر خپل نفس د بې باوري له کبله خپل اصلیت له لاسه ورکوي.
۱۲. دوی نه پوهیږي چې څه وخت اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندي کوي او د پستۍ پر لور ځي.
۱۳. دوی ريښتیني ملګري نه لري، ځکه دوی خپله ریښتني او صادق نه دي.
۱۴. داسي وعدې کوي چې پوهیږي ترسره کولی یي نشي.
۱۵. دوی دومره لويي خبرې کوي چې سپوږمۍ به راکوزوي او هغه خبره چې عمل ورباندي ونه شي د انسان باور له منځه وړي.
۱۶. د دغه ډول خلګو چلند بې مانا او نا منظم وي، دوی له یوي څانګي بلي ته ترپ کوي، دوی ښایي یوه ورځ ډېر خواږه وي، خو بله ورځ دومره ترخېږي چې ښايي ودې پرنجوي. په لنډ ډول متعادل نه دي.
۱۷. خلګ له ځانه شړي او یوازېتوب ته لیوالیتا لري.
۱۸. دوی تل پر نورو پسې غیبت او بهتان ویوونکي دي.
۱۹. که کومه خبره وشي دوی یي د ځان لور ته کشوي.
۲۰. دوی په خیالونو کې د نړۍ اتلان دي خو په حقیقت کې بوتلان دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top