په ننګرهار کې د ننني ځانمرګي بريد په اړه وروستي مالومات او د تلفاتو توپيري شمېرې

په ننګرهار کې د ننني ځانمرګي بريد په اړه وروستي مالومات او د تلفاتو توپيري شمېرې



روهي (درې نۍ/۲۰ د وږي)، نن ورځ له غرمې وروسته د ننګرهار ولايت په مهمند دره ولسوالۍ کې د لاريون کوونکو په منځ کې ځانمرګی بريد وشو، چې درنه مرګ - ژوبله يې رامنځ ته کړه.

د والي وياند عطا الله خوګياڼي رسنيو ته ويلي دي، چې په بريد کې ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۵۷ نور لاريون کوونکي او عام کسان ټپيان دي.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا په رياست کې مسوولين وايي چې د دوی اړونده روغتونونو ته تر اوسه ۲۳ مړي او ۱۲۸ ټپيان وروړل شوي دي.

په ورته وخت کې د ولايتي شورا مرستيال وايي چې په ننني بريد کې له پنځو زيات کسان وژل شوي او د ټپيانو شمېر هم له سلو پورته دی.
 
بريد د غه هغه لاريون کوونکو په منځ کې شوی دی، چې يادې ولسوالۍ کې يې د بلال پاچا په نوم د يو سيمه ييز قومندان له کړنو سر ټکولو.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top