ټولنیز اداب

ټولنیز اداب



د لاس وریژې بېرته په کاسه کې مه اچوه
د خوراک وخت کې، ويښتان او نور وجود مه گراوئ
د دسترخوان پر سر مه گرځئ
د چا په سوریو جورابو، کالیو او څپلیو پورې مهٔ خاندئ.
له چا د سپینو/ توی شویو ويښتانو په اړه ترې پوښتنه مه کوئ.
له مزدور د معاش پوښتنه مه کوئ.
که چېرې له ادارې لرې شوې، مننه ترې وکړه او په خپله مخه لاړ شه.
ملگری مهٔ پرېږده چې تل ستا کرایه او د هوټل ډوډۍ پېسې ورکړي.
پر سړک، بازار، موټر، دفتر او شفاخانه کې؛ په لؤړ اواز په تلیفون کې مهٔ غږېږئ.
کله چې لهٔ ماشومانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی یې وگــټي.
که چېرې یو چا درته ډېر کوچنی کار هم وکړو، مننه ترې وکړئ.
کله چې د مقابل جانب خبرې خلاصې شوې، تهٔ دې خپله خبره ورته پېل کړه.
که موټر چلوونکي یې، تر څو چا درته د موسیقئ چلانؤلو نه وي ویلي، په خپل سر یې مه چلانؤه.
داسې عطر/اسپرې مهٔ استمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي.
چې چا بللی نه وې، ډوډیو پسې کور په کور مهٔ گرځه.
که چېرې خفه وې نو ماشومانو باندې خپل زړهٔ مه تشوه.
کله چې له چا سره ستړی مه شي کوي، خپلې تورې عېنکې مو لهٔ سترگو لیرې کړئ.
هر وخت گیلي مه کوه.
یو ښه انسان د پلار او نیکه په اشتباه مه نیسه.
چې په کوم څه نه پوهېږې، نظر پرې مه ورکوه.
یؤ مسلک ونیسه او په هغې کې پرمختگ وکړه.
هر وخت ځان خفه او غصه مه ښييه.
له ژوند ځان مه ستړی کوه.
داسې فکر مه کوه چې ملگری دې په چل نه پوهیږي

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top