بېړنی خبر: ننګرهار کې پر لاريون کوونکو ځانمرګی بريد شوی

بېړنی خبر: ننګرهار کې پر لاريون کوونکو ځانمرګی بريد شوی



روهي (درې نۍ/۲۰مه د وږي)، د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې پر لاریونکوونکو ځانمرګی برید شوی دی.
 
دغو اعتراض کوونکو سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان په ضد له نن سهاره لاریون پیل کړی و او د ننګرهار تورخم لار یې هم بنده کړې وه.
 
ځایي چارواکو پېښه تاييد کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
 
د والي ویاند عطا الله خوګیاني ویلي، دغه ځانمرګي برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې نه ښودلې.
 

هاخوا عیني شاهدانو ويلي، ددغه ځانمرګي برید له امله تراوسه له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
«دا خبر به وروسته بشپړ شي»

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top