عالميار: سږکال پکتیا کې ۷۰۰۰ ټنه عسل تولید شوي

عالميار: سږکال پکتیا کې ۷۰۰۰ ټنه عسل تولید شوي



روهي (درې نۍ/۲۰مه د وږي)، د پکتیا ولايت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دغه ولایت کې د عسلو تولیدات ۵۰ په سلو کې ډېر شوي دي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار وايي، روان کال کې تر دې مهاله پکتیا کې ۷۰۰۰ ټنه عسل تولید شوي دي.
 
عالمیار وايي، اوسمهال دغه ولایت کې د شاتو د مچیو ۱۰۰ صندوقونه موجود دي، چې ورڅخه با کیفیته شات ترلاسه او د هېواد زیاترو ولایتونو ته صادرېږي.
 
د عالمیار په خبره، له دې لارې پکتیا ولایت کې ۳۰۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
 
د نوموړي په وينا، د پکتیا د زراعت ریاست په ګډې همکارۍ هڅه کوي، چې دغه ولایت کې د شاتو مچیو ساتنې ته وده ورکړي، څو پکتیا کې د شاتو تولیدات نور هم زیات شي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top