د سپټمبر ۱۱مه، راځئ بهرنيو ځواکونو ته نه ووایو!

د سپټمبر ۱۱مه، راځئ بهرنيو ځواکونو ته نه ووایو!



له نن د (سپټمبر ۱۱) څخه پوره ۱۷ کاله وړاندي پر همدې ورځ د امریکا د ښکېلاکي غرور او زبرځواکۍ پر سیاسي او اقتصادی سمبولونو یو ناڅاپي ولي له مخکې وړاندي طرحه شوی او ډیزاین شوی بریدونه وشولو، دا د نړېوالۍ سوداګرې غبرګ برجونه ولو، چې د امریکا په نیویارک ښار کې پراته ولو او په اصطلاح د غرب ضدی ترهګرو د موخو ښکار شول.
 
له دي سره جوخت امريكا پر افغانستان او عراق مخامخ يرغل وكړ، دلته یې د بی پولي ترهګرې په پلمه د خپل کسات داسي وحشیانه او کرایی لښکرې رامارش کړي چې په لسهاو ځله یې تر هولوکاسټ ډېر او په سلګونه برابره یې د سپټمبر تر یوولسمي زیات کرغیړن، له وحشته ډک او د انسانیت پر خلاف جنایتونه او ویجاړونې وکړلې.
 
زموږ په غرونو، رغونو، کلیو او ښارونو کې یې د ترهګرې، القاعده او طالب په نومونو د ټولو نړېوالو اصولو، معیارونو، د جینوا د پرېکړو او د ویستفالی نظم او په ځانګړې ډول زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف په سلګونو زره انسانان یې قتل عام کړل، د هغوی انسانی کرامت، ملي حرمت او اسلامي عزت ته یې سپکاوی وکړل، دلته یې هر هغه څوک (سپین ږیری، ښځه، ځوان او ماشوم) وځورول، ویې ټکول، زېندان ته یې واچول او بلااخره ویې وژل چې وایې ږیره یې لرله، لونګي یې تړله او یا پر پښتو ژبه یې خبرې کولې.
 
د دوی د تروریزم خلاف جګړې په دوام کې د امریکا د نظر وړ په وژل شویو دښمنانو کې زموږ د عزیزآباد د کلي هغه شپږ میاشتني ماشومان هم دي چې تراوسه یې د مور له غېږې پرته نوره نړۍ نه وه لیدلې، هغه زوم او ناوې هم شامل دی چې د واده په ورځ د ړندو بمباریو قربانی شول، هغه میندې او پلرونه هم دي چې د خپل کلي او کور له چاپېریاله د باندې یې نور هېڅ نه پېژندل.
 
دا لا څه چې په کال ۲۰۰۹ کې د امریکا د وخت مرستیال ولسمشر جوبایډن چې هغه مهال سناتور وو کابل ته په داسې وخت کې راغی چې په هغو ورځو کې په پکتیکا کې د یوې کورنۍ څو تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو امریکایي عسکرو په وحشي سپیو داړلي او شهیدان کړي وو، ولسمشر کرزي د دې شکایت جوبایډن ته وکړل.
 
هغه په ځواب په ډېر غرور او بی شرمې ورته ویلي وو :
څوک چې زموږ خروړو سپیانو داړلي وي خامخا ترهګر دي!!
 
له دي وراخوا د دي هېواد په ساره او اوږد، ختېځ او لوېدیځ کې د ناټو سوله ساتو ځواکونو دا تېر ۱۷ کلونه یوازی افغانان د خوند، غچ، د جګړې د دوام او د خپلو وحشتونو د اشباح لپاره وژلي، ټکولي او حتا په مرګ یې هم ورته سپکاوي کړي.
 
دا ځکه د دوی عسکر یوازی ترهګر وژني او د ترهګر اوصاف چې دوی یې وژني (ږیره، لونګي، پښتو ژبه او له خپلواکي سره مینه ده) دا په هر افغان کې شتون لری.
 
بل لور ته د ترهګری دغه جګړه چې د سپټمبر د ۱۱ له خیالي او او طرحه شوی پیښي څخه سرچینه اخلي په لوی لاس او ښکاره ډول سره مسلمان وژنه او د اسلامي امت په وړاندی د هغې صلیبي جګړې، برخه ده چې ولسمشر بوش یې یادونه کړي، دهغه دښمن په وړاندی جګړه ده چې ساموئل هانټینګټون پرې رساله ولیکله، کولن پاول یې جغرافیه او نخشه رسم کړله، هنری کسینجر تشریح او ډک چیني ورته له رمزفیلډ سره امکانات او عملي وسائل برابر کړل.
 
دوي د غاصب صهیونیسټي اسرائیلي رژیم له پاره د ستراتیژیکو نفوذي سیمو د رامنځته کولو او د اسلامي نړۍ د ممکنه اتحاد او فشار څخه د خلاصون په موخه له افریقا تر اسیا لومړي اسلامي حکومتونه ونړول، بیا یې هلته متحد ملتونه په آولنیزه کچه مات کړل او په پای کې یې د هغوی د جغرافیوی – سیاسي ویشلو او پاشلو په موخه د خپلمنځو اختلافونو نغارې وغږولي، کوم چې د تجزیه په برخه کې عملي بېلګه یې سهیلی سوډان او د عراق خودمختاره کردستان ده.
 
دا ټول څکه او د دی له پاره چې له یو لوری یې اسلام او اسلامی امت ته مذهبی ضربه ورکړی او دیته صریحا نهم صلیبی جګړه هم ویلی شو، په سیاسي او اقتصادی کچه هغه اهداف چې امریکا په ټوله کې غواړی د خپل دغه ناروا او کرغېړن شتون څخه یې په سیمه او نړۍ کې لاسته راوړی عبارت دی له :
لومړي : د اسرائیلو دفاع او د ستر اسرائیل جوړول.
دویم : د اسیا او په خاص کرده د اسلامي نړۍ پر طبیعي زیرمو تیلو، غازو، ګران ارځښتو سرچینو لکه یورانیمو، لیتیمو او لویو لارو واکمني.
 
دریم : د خپلو سیمه ایزو ملاتړو په مرسته د روسیې، چین او نورو د دوی په اصطلاح خپلسریو ځواکونو کنترول او د هغوی د پرمختګ مخنیوی او په وړاندی یېخنډونو جوړول، د کوم څه چې د امریکا پخوانی ولسمشر اوباما په ۲۰۱۲ کال کې په جاپان کې وویل چې مونو له چین او روسیې سره د نیمې پیړۍ مساله لرو، یا په تازه هغه کې د ټرمپ اقتصادی بندیزونه چې چینی ولسمشر په صراحت هغه هر اړخیزه اقتصادی جګړه وبلله.
 
ولې اوس د خیالي او طرحه شوی د سپټمبر له ۱۱ د ۱۷ کالو په تېریدو د افغانستان او زموږ په محور سیمي حالات خورا بدل شوی، نور د دوی د سپیانو داړونکې ترهګر نه بلکي د عزت او د دی خاوری د آزادي با غروره مخکښان دي، نور د یا ګور او یا زېندان منطق پڅ شوی، هغوی چې د بی ۵۲ په زور ویل چې : تر دغه غټ، غټ بمونه پرې واچوي کم رنګه شوی او مسخه شوی دي، امریکا د سریښو په یو ګړنګ او د پیښو په یو دلدل کې راګېر دی، د افغان – امریکا جګړې بحث اوس د افغانانو ترمنځ د بهرنیانو پر خلاف د اجماع پر لور یو ګام ده چې د تېر کوچني اختر اوربند او هلته د دواړو افغان لوریو څخه پردې ټېنګار چې د ستونزو جرړه بهرنیان دی مطلقا د هغو افغانانو چې فکر یې کړل او ویل به یې چې که امریکا نه وی نو د دوی هغه خیالی افغانستان هم نشته یا هغوی چې لکه د پخواني ملی امنیت مشر امرالله صالح چې ویل یې : چې مونږ باید د امریکا او وزیرستان ترمنځ یو انتخاب وکړو او هغه هم امریکا غلط، پردیپاله او مختورن وختل.
 
اوس مونږ د سپټمبر ۱۱ د اکټوبر د ۷ پر اساس داسي مهال غندو چې امریکا هسې ځانته د خټي پوزې ښودل له لاری غواړی ځان له سیمي او ګران افغانستانه ټول کړي اوس افغان – امریکا جګړه دویته د خپل تاریخ په یو له اوږدو او له ماتي او شرمه ډکې هغې اوښتي.
 
دا ځكه تر دې دمخه روسانو هم دا نه ګڼله چې په افغانستان كې به ماتېږي، تر روسانو دمخه انګريزانو هم دا نه ده ګڼلې او همداسې نور ډېرو متجاوزينو او مستکبرینو؛ خو خداى ټول دلته مات كړل او د انقلاب د شاعر استاد فضل ولي ناګار په وينا:
«دلته سر هر مكناټڼ د وخت خوړلى»
 
هغوی چې د امريكايي ځواكونو له وتلو سره تر ۲۰۱۴ کاله وړاندی دغه خبره مطرح کوله چې كه امريكا نه وي نو افغانستان نشته اوس ۲۰۱۴ هم تېر شوی، د دوی د دوستی او د پاکستان او ایران په څېر له درواغجنو بلاګانو څخه د ویرولو استدلال هم پوچ وخوت، د داعش په څېر په نویو ډرامو کې د خپل نامشروع دوام رازونه یې هم افشا شوی، د دغه خوشباورو حقانیت، له ولس او هېواد سره د وفا ژمنه یې خالي وختله او بلااخره زمانی او مکانی شرایطو په ټوله کې نور غوره منطق د دوی په وتلو کې او دوی ته په ( نه ) ویلو کې ګڼې.
 
بنآ نور باید افغانان د خپل برخليك په اړه خپله مسوولانه فكر وكړي،خپل هېواد د پرديو پر ځاى پخپلو مټو ورغوي، داځکه یو ملت هېڅكله د پردیو په مټ د نیکمرغي لاره نه دی وهلي، پردي کټ تر نیمو شپو دی، تاریخ هغه ملتونو لیکلي چې پخپلو مټو یې زور راوستي وي بل لور ته امريكا چې څومره زموږ په هېواد كې پاتې كېږي هومره به مو ولس پاشلى، له غروره لويدلى، له ارزښتونو او معنوي ځواكه محروم او بې برخې كېږي.
 
نو که غواړو چې بي پته، بي هویته، نشو، تاریخ مو مسخه نشي، ارزښتونه مو سپک نشي او ولس مو ذلیل نو دا نن د سپټمبر په ۱۱ د افغان وژني په ۱۷ کال راځئ یوځل بیا د امریکا ښکیلاکې، نارواه، ظالمانه او یلغارې شتون ته ( نه ) ووایو.
د یو آزاد، خپلواکه او واحد افغانستان په لور
درناوی

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top