دوه مخي؛ هم وينه ورکوي او هم وينه تويوي!

دوه مخي؛ هم وينه ورکوي او هم وينه تويوي!



دوه مخي؛ هم وينه ورکوي او هم وينه تويوي!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
۱۷ کالونه وړاندې د شمالي ټلوالې په نوم د وخت د حکومتونو د يو وسله وال سياسي جريان نامتو قومندان احمد شاه مسعود په همدې ورځ ووژل شو. مسعود هغه وخت وسله په لاس کې واخېسته چې په افغانستان کې د سردار محمد داوود خان واکمني وه. مسعود پاکستان ته لاړ او له هغه ځای څخه يې چريکي بريدونه تر سره کول. مسعود وروسته فلسطين ته لاړ او هلته يې د فلسطين د ازادۍ غوښتونکو په ليکو عملي او نظري تجربه تر لاسه کړې.

نوموړي د پخواني شوري اتحاد په ملاتړ لرونکو؛ له ۱۳۵۷ څخه تر ۱۳۷۱ کال پوري افغان حکومتونو سره هم په دې نوم جګړه کوله، چې پردي پاله دي. کله چې په ۱۳۷۱ ل کال کې د مجاهدينو په نوم ډلې په کابل کې واکمنې شوې، نو احمد شاه مسعود بيا له ګلبدين حکمتيار، سياف، مزاري او نورو سره خال - خال جګړې کولې.

د مجاهدينو له سقوط وروسته طالبانو واک واخېست او احمد شاه مسعود له دوی سره هم د مقاومت په نوم جګړه پيل کړه. مسعود تر هغې جګړه کوله، کله چې په ۱۳۸۰ ل کال د وږي په ۱۸مه د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين کې ووژل شو.

مسعود په ژوندن هم د خپلو کسانو په منځ کې د اغېز او درناوي کس وو، خو د نوموړي له مړينې وروسته د هغې پلويانو له نوموړي اتل جوړ کړ او په حکومت يې هم ومنله چې احمد شاه مسعود ته د افغانستان د ملي قهرمان لقب ورکړي او همداسې وشول.

حکومت احمد شاه مسعود ملي قهرمان کړ، د نوموړي په نوم يې واټونه او څلورلارې ونومولې، د هغې د مړينې ورځ يې د شهيدانو د ورځې او اونۍ په نوم ياده کړه او هر کال يې دغه ورځ عمومي رخصتي يې اعلان کړه.

هر کال د احمد شاه مسعود د مړينې ورځ په پوره جوش سره لمانځل کيږي. په دولتي او رسمي ډول ورته کمېسيون جوړيږي. سياسيون، حکومتي چارواکي ګوندي او پخواني جهادي مشران په کې برخه اخلي. له دغه مراسمو پرته، د حکومت له دننه يو شمېر چارواکي، د جمعيت ګوند لوړپوړي کسان او نور سياسيون خپلو کسانو ته پيسې ورکوي، هڅويې او لارښوونې ورته کوي چې دغه ورځ په داسې ډول ولمانځل شي، چې خپل ګوندي زور او قوت خلکو ته په کې ننداره کړي.

د احمد شاه مسعود د مړينې په ورځ په زرګونه کسان د کابل ښار سړکونو او واټونو ته را ووځي، په زرګونه مېله وسلې ور سره وي، لوی او کوچني موټرونه يې په اختيار کې وي، په هر ديوال او دروازې يې د مسعود عسکونه لګولي وي او پوځي يونېفورم يې په تن وي.

که چېرې د احمد شاه مسعود د تلين په اونۍ او ورځ کې د زرګونه ځوانانو بې کاره کېدل، موټرونه او د هغې مصرف، وسلې او مهمات، عکسونه، بيرغونه او دروازې ټول سره محاسبه شي، نو مصرف به يې په مېلېونه افغانيو ته ورسيږي.

هغه افغان ولس او کابل ښاريان چې د اخترونو په ورځو کې د خپلو کورنيو د خوښيو لپاره د زرو افغانيو د پيدا کېدو وس نه لري، نو بيا همدغه ښاريان د مسعود د مړينې پر ورځ دومره لوړو مصارف ته څنګه اوږه ورکولی شي؟

څرګنده ده، چې جمعيت ګوند او د احمد شاه مسعود نور ملاتړي د خپلو سياسي موخو په پار په مېلېونه ډالر تر لاسه کوي او بيا يې له دې لارې پانګونه کوي، چې پټې موخې پرې تر لاسه کوي. همدغه جمعيتي مشران دي، چې دوه مخې لوبه او سياست يې روان کړی دی. له يوې خوا دوی وينه ورکوي او له رسنيو دا غږ پورته کوي، چې د احمد شاه مسعود د مړينې پر ورځ بايد داسې کړنې تر سره نه شي چې د خلکو د ازار او اذيت سبب کيږي ، خو بيا له بلې خوا دوی په زرګونه بې کاره ځوانانو ته پيسې ورکوي، ترڅو دا ډول کړنې تر سره کړي.

که له يوې خوا د جمعيت ګوند مشران په نمايشي ډول د احمد شاه مسعود د مړينې پر ورځ امنيتي سرتيرو ته وينه ورکوي، ګلونو ګېډۍ يې قبر ته وړي؛ خو بيا له بلې خوا همدوی له نورو هېوادونو پيسې اخلي د لنډغرېزم په واسطه خپلې موخې تر لاسه کوي.

وينه ورکوونکي او وینه بهوونکي په دوو جامو کې يو خلک دي. دوی دې رسوا شي!

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top