په کابل کې د احمد شاه مسعود پر پلويانو د ننني بريد وروستي مالومات

په کابل کې د احمد شاه مسعود پر پلويانو د ننني بريد وروستي مالومات



روهي (يوه نۍ/۱۸ د وږي)، نن ورځ له غرمې وروسته د کابل ښار په تايمني سيمه کې د احمد شاه مسعود د پلويانو د موټرونو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی، چې مرګ - ژوبله يې رامنځ ته کړې ده.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي رسنيو ته ويلي دي، چې پښېه شااوخوا درې بجي په تايمني سيمه کې شوې ده، چې درې کسان په کې وژل شوي او ۱۴ نور په کې ټپيان دي.

چارواکي وايي چې ځانمرګی بريدګر په موټرسايکل سپور وو، چې د احمد شاه مسعود د پلويان تر څنګ يې ځان ته چاودنه ورکړه. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه پېښې مسووليت په غاړه نه دی اخېستی.

د يادونې وړ ده، چې نن ورځ له غرمې مخکې هم يو ځانمرګي بريد غوښتل چې د امريکا سفارت سره نېږدې د مسعود پر ملاتړ بريد وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ووېشتل شو.

مخکېني مالومات
شيبې وړاندې د کابل ښار په څلورمې ناحيې کې د احمد شاه مسعود د پلويانو په کاروان چاودنه شوې ده.

ويل کيږي چې چاودنه د څلورمې ناحيې اړوند په تايمني نومي سيمه کې شوې ده. کورنيو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کوي، خو د چاودندې د ډول او تلفاتو په اړه يې مالومات نه دي ورکړي.

دغه خبر به بشپړ شي....

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top