ولسمشر غني او ګلبدين حکمتيار د احمد شاه مسعود د مړينې ۱۷م تلين غونډې ته نه وو ورغلي

ولسمشر غني او ګلبدين حکمتيار د احمد شاه مسعود د مړينې ۱۷م تلين غونډې ته نه وو ورغلي



روهي (يوه نۍ/۱۸ د وږي)، نن ورځ د احمد شاه مسعود د مړينې د ۱۷م تلين او شهيد اونۍ په پار د لويې جرګې په خيمه کې مراسم جوړ شوي وو، چې ولسمشر غني او ګلبدين حکمتيار په کې برخه نه وه اخېستي.

په دغه ناسته کې ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد يونس قانوني، محمد محقق، سرور دانش، عبدالرب رسول سياف، عبدالروف ابراهيمي او نورو پخوانيو جهادي مشرانو برخه اخېستې وه.

ناستې ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم پيغام هم رالېږل شوی وو، چې د احمد شاه مسعود د کړنو ستاينه او د ژوند خاطرې په کې ويل شوې وې.

عبدالرب رسول سياف په خپلې وينا کې وويل، چې احمد شاه مسعود د سولې لېواله مشر وو او د جګړې ډګر ته ځکه تللی وو، چې مجبور شوی وو.

حامد کرزي وويل، چې د احمد شاه مسعود د مرګ پر کليزې بايد د کابل ښاريانو کورونو ته ګلونه يوړل شي او دغه ورځ دې په ګلونو ولمانځل شي.

احمد شاه مسعود ۱۷ کاله وړاندې د تخار په خواجه بهاالدين کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top