د احمدشاه مسعود د مړينې د ۱۷ تلين په اړه د نوموړي پلويانو ته د کورنيو چارو وزارت خبرداری

د احمدشاه مسعود د مړينې د ۱۷ تلين په اړه د نوموړي پلويانو ته د کورنيو چارو وزارت خبرداری



روهي (نۍ/۱۷ د وږي)، کورنيو چارو وزارت د احمد شاه مسعود د مړينې د ۱۷م تلين په اړه د نوموړي پلويانو ته خبرداری ورکړی دی، چې په ښار کې د ټولو هغه کړنو څخه په جدي ډول ډډه وکړي، چې امنيت ګواښونکې وي.

کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په نشر سره ويلي دي، چې مسعود له پلويانو او ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو، چې د احمد شاه مسعود د مړينې د تلين درناوی وکړي او له هغه کړنو لاس په سر شي، چې د امنيت د ګډوډۍ سبب کيږي.

وزارت ويلي دي، چې له تېرو څو کالونو راهيسې د نوموړي ملاتړي او پيروان په موټرونو د هغې انځورونه لګوي او داسې حرکتونه کوي، چې په هېڅ ډول د مسعود شخصيت څرګندونه نه کوي.

د يادونې وړ ده، چې ولسمشر غني هم امنيتي ارګانونو ته لارښوونه کړې ده، چې د ټولو هغه کړنو مخه ونېسي چې د شيهد اونۍ او محرم په ورځو کې د خلکو د اندېښنو سبب کيږي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top