زلمی خليلزاد وپېژنئ

زلمی خليلزاد وپېژنئ



زلمی خليلزاد وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړه او کورنۍ او ژوند:
زلمی خلېلزاد په خټه افغان او په قوم پښتون دی. نوموړی په پلارني ډول د هېواد د ختيځ ولايت لغمان اصلي اوسېدونکی دی خو د په کور دننه ژوند ډېره برخه يې په بلخ او کابل کې تېره کړې ده. زلمی خلېلزاد په ۱۹۵۱ ز کال کې په مزار شريف کې وزږېد. د نوموړي پلار پښتون او مور يې تاجيکه ده. هغه وخت چې په هېواد کې د محمد ظاهرشاه واکمني وه، نو خليلزاد پلار له لغمان څخه مزار شريف ته راغی. زلمی خلېلزاد په امريکا کې له لېکوالې او سياسي شنونکې (چریل بنارد) سره واده وکړ او اوس د (الکسندر او مکزېمليان) په نوم دوه اولادونه لري.

زده کړې:
زلمي خليلزاد د ښوونځي دورې لومړۍ زده کړې د کابل په غازي لېسه کې پيل کړې. په کابل کې د يو څه زده کړو وروسته نوموړی د بورس له لارې امريکا ته لاړ. د ليسانس سند يې په لبنان کې د بيروت - امريکايي پوهنتون څخه تر لاسه کړ. له ليسانس وروسته يې ماسټري هم بشپړه کړه او دوکتورا يې په امريکا کې يې د شيکاګو پوهنتون څخه واخېسته.

دندې:
- د زده کړو په جريان کې زلمي خليلزاد د امريکا تابيعت هم واخېست او په ياد هېواد کې پاتې شو. نوموړی د زده کړو له بشپړتيا وروسته له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پوري په کولمبيا پوهنتون کې مرستيال پروفيسور په توګه دنده پيل کړه.

- په ۱۹۸۴ ز کال کې د يو کلن تړون په ترڅ کې د امريکا متحدو ايالتو د په بهرنيو اړيکو د شورا سلاکار شو او د بهرنيو چارو وزارت غړيتوب يې تر لاسه کړ.

- په ۱۹۸۰ کالونو کې چې رونالد ریګان د امريکا ولسمشر وو، نو زلمی خليلزاد په بهرنيو چارو وزارت کې د سلاکار دنده پيل کړه. خليلزاد د افغانستان او پخواني شوري اتحاد؛ ايران او عراق په جګړو کې د مشورې دندې درلودې.

- د سېپټمبر د ۱۱مې له حملو وروسته په کال ۲۰۰۱ کې چې ولسمشر بوش په امريکا کې واک اخېستی وو، نو زلمي خليلزاد يې په افغانستان کې د ځان ځانګړی استازی وټاکو.

- له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۵ پوري د افغانستان لپاره د امريکا سفير وټاکل شو.

- له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ پوري په عراق کې د واشنګتن سفير شو.

- د عراق له ماموريت وروسته زلمي خليلزاد د اوباما د ادارې له خوا د ملګرو ملتونو لپاره د امريکا متحده ايالتو سفير شو.

- په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې يې د خليلزاد په نوم بنسټ جوړ کړ او مشري يې په غاړه واخېسته.

- په ۲۰۱۶ کې د خپل ګوند د نوماند او اوسني مشر دونالډ ټرمپ د کمپاين مخکښ غړی وو.

- او اوس تازه زلمی خليلزادا د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سلاکار ټاکل شوی دی.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top