له جنسي مقاربت وروسته ولې د خپګان، مايوسۍ او ملامتيا احساس پيدا کيږي؟ دلته يې ولولئ

له جنسي مقاربت وروسته ولې د خپګان، مايوسۍ او ملامتيا احساس پيدا کيږي؟ دلته يې ولولئ



له جنسي مقاربت وروسته ولې د خپګان، مايوسۍ او ملامتيا احساس پيدا کيږي؟ دلته يې ولولئ
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د ميرمنې او خاوند ترمنځ جنسي مقاربت ډېرې په ثبوت شوې ګټې لري. د بېلګې په ډول؛ جنسي مقاربت خوب پيدا کوي، د وجود دفاعي سېسټم غښتلی کوي او ورته ډېر نور څه. خو له دې هر څه سره جنسي مقاربت ښځه او خاوند د خپګان، ژړا او مايوسۍ په نړۍ کې هم د يو لنډ وخت لپاره پرېږدي.

له جنسي اړيکو او مقاربت وروسته د خپګان، مايوسۍ او زړه تنګۍ احساساتو ته په علمي ډول post-coital dysphoria - PCD يا له جنسي مقاربت وروسته د ملامتيا احساس وايي.

د اِن کارنر په نوم يو امريکايي ډاکټر دغه ډول احساسات د غوسې، مايوسۍ، ملامتيا او حتا د ژړا ټولګه بللې ده، چې تر ډېره د جنسي ارګازم وروسته رامنځ ته کيږي. په ۲۰۱۵ ز کال کې په امريکا کې يوې تر سره شوې سروې په ګوته کړه، چې ۴۶ سلنه ميرمنو د خپګان، غوسې او مايوسۍ احساس له جنسي اړيکو وروسته تجربه کړی دی او نېږدې ۵ سلنه ميرمنو دغه احساس په مياشت کې څو ځلې تجربه کړی دی.

هغه سروې چې د post-coital dysphoria - PCD په اړه په نارينو تر سره شوې ده، نو نارينه هم د ميرمنو غوندې له جنسي اړيکو او مقاربت وروسته له دغه ستونزې زوريږي. په سروې کې ګډونوالو په ګوته کړې ده، چې ۴۱ سلنه نارينو دغه ستونزه به ژوند کې تجربه کړې، ۲۰ سلنه د يوې مياشتې په ترڅ کې ورسره مخامخ کيږي او ۴ سلنه نارينه معمولاً له دغه ستونزې زوريږي.

ډاکټر اِن کارنر وايي چې په ميرمنو کې له جنسي مقاربت وروسته د خپګان او مايوسۍ لامل د اکسي توسېن هورمون خوشي کېدل دي.

روغيتاپالان وايي، چې په نارينو او ښځو کې له جنسي مقاربت وروسته د post-coital dysphoria - PCD يا خپګان، مايوسۍ او ملامتيا احساس په خپل ځان کې یوه ژوره ستونزه ده، چې د هورمونونو د خوشي کېدو په اساس رامنځ ته کيږي.

روغتياپالان وايي، هغه ښځه او خاوند چې له دغه ستونزې مخ کيږي له هورمونونو پرته يو بل لامل هم لري، چې په ذهن پوري تړاو لري. که چېرې د ښځې او ميرمنې ترمنځ د نفرت اړيکه شتون ولري او جنسي مقاربت يې ځکه تر سره کړی وي، چې په وجود کې يې جنسي غرېزه راپورته شوې وي، نو د عمل له بشپړتيا وروسته له دغه احساس سره مخ کيږي.

د روغتياپالانو او ډاکټرانو توصيه دا ده، چې د post-coital dysphoria - PCD ستونزه بايد همداسې پرې نه ښوودل شي او ژر تر ژر يې يې روغتيايي درملنه تر سره شي.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top