افغانستان د اسيايي جام سیاليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

افغانستان د اسيايي جام سیاليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه



روهي (يوه نۍ/۱۱ د وږي)، په اسیايي جام سياليو کې د ګډون په موخه افغانستان کرکټ بورډ ادارې هم خپله لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ د وېب پاڼې د خبر له مخې د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل وویل چې دا ځل د ملي لوبډلې په جوړښت کې ۱۷ تنه لوبغاړي ځای شوي چې منیراحمد کاکړ پکې نوی نوم دی.

په دغه لوبډله کې محمد شهزاد محمدي (ويکېټ ساتونکی)، محمد جاويد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر افغان (لوبډلمشر)، حشمت الله شهيدي، نجیب الله ځدران، سميع الله شينواری، منیراحمد کاکړ (ویکټ ساتونکی)، محمدنبي عیسی خیل، ګلبدين نایب، راشدخان، شرف الدين اشرف، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سید احمد شېرزاد او وفادار شامل دي.

دا ځل اسيايي جام سيالۍ چې شپږ لوبډلې پکې برخه لري، په ګروپي بڼه مخ ته ځي چې افغانستان، بنګله دیش او سریلانکا به سره بخت ازمايي.

د يادونې ده چې اسيايي جام سيالۍ چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي، د همدې میاشتې تر ۲۸ نيټې به دوام لري.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top