محبوب ته فریاد!

محبوب ته فریاد!



نور مې په خپله ناولې او سپکه خوله ستا مبارک او دروند نوم نشم اخيستلی!
پر خپلو تخريبي لاسونو چې ستا مینه ناک نوم لیکم ګوتې مې رېږدې.!
ما خو ستا له دین څخه د اور سکروټه جوړه کړه، هم مې ځان پرې سره لمبه کړ او هم مې ټول انسانیت!
تۀ په کاڼو وویشتل شوې، پر مبارک مخ دې لاړې توف کړل شوې او ډول ډول سپکاوی درته وشو، خو تا بیا هم د انسانیت خېر غوښتو.

ما خو ستا له ګلورین دین نه ښکلا او وږمې وتروړلې! تا خو دین د انسان د خېر لپاره راوړ، خو ما په خپل وحشي فکر له همدې مینه ناک دین څخه سره توره جوړه کړه، زۀ هم په وینو سور یم او بل مې هم په وینو ولمباوه، ما ستا دین په دې ډول د خدای بنده ګانو ته ورساوه.....

ما ستا مبارکه څيره د انسانانو په زړونو کې د لمر غوندې ونه ځلوله، ستا پر پړکنده څيره مې پر خپلو ککړو او مفسدو لاسونو داغونه ولګول ....

اې زما محبوبه!!
له خپلو ناولو لاسونو مې کرکه کېږي، خپل کرغيړن مخ ته په هنداره کې نشم ورلیدلی!
ما ستا په نوم هغه کارونه وکړل، چې شیطان یې په لیدلو شرمېږي!

نو محبوبه!!
په تا چې هر ګوزار کېږي، دا زما د لاسه، زما! زما!!!!

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top