عـــرفې د ورځـــې ځانګړتـــیاوې

عـــرفې د ورځـــې ځانګړتـــیاوې



د عرفې د  ورځ ذی الحجې د میاشتې نهمه نيټه ده، دا هغه ستره او مبارکه ورځ ده چې په دین کې ډیر لوړ مقام او منزلت لري، په کال  کې تر ټولو غوره ورځ ده، نبی صلی الله علیه وسم ورته خاصه پاملرنه کړی، له دې امله ځینې هغه ځانګړتیاوې لري چې د کال په نورو ورځو کې شتون نه لري، چې ځینې يې په لاندې ډول دی:
 
(۱) لومړی: ځانـــګړنه:
د دین بشپړتیا او د نعمت پوره والی:
الله جل جلاله د عرفی په  ورځ د اسلام سپېڅلی  دين بشپړ کړ، خپل نعمت يې  په انسانانو پوره کړ او اسلام يې ﺯمونږ لپاره ددين په توګه غوره کړ، الله تعالی دد غه ستر نعمت یادونه کوی او فرمایي: ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا)).المائدة: ۳.
ژباړه: نن ما ستاسی دین، ستاسی لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت می پرتاسو پوره کړ، او ستاسې لپاره می اسلام ددین په توګه غوره کړ.
 
ابن کثیر – رحمه الله- د دې ایت په تفسیر کې لیکی:" دا د الله تعالی پدې امت ډیر ستر نعمت دی، چې دین یې ورته بشپړ کړ، دوی بل دین ته اړتیا نه لري، او له خپل نبی -صلی الله علیه وسلم - پرته بل نبی ته هم اړتیا نه لري، له دې امله الله جل جلاله  نبی -صلی الله علیه وسلم د خپل وروستی استازې په توګه پیریانو او انسانانو ته راواستوو، حلال هغه دی چې هغه بیان کړی او حرام هغه دی چې هغه تر منعه کړی او دین هغه دی چې هغه راوړی، د څه په اړه چې يې خبر ورکړي حق او ثابت دي، دورغ او شک په کې هیڅ ځای نلري الله تعالی فرمایي: :(( وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا)).الأنعام:۱۱۵. 

ژباړه: ستا د رب وينا په رښتني او انصاف سره پوره شوه.
یعنی په وينا او خبر ورکولو کې رښتنی دی، په غوښتنو او نواهیو کې منصف دی"(۱).
 
د ایت په حجة الوداع کې د عرفی په ورځ په نبی -صلی الله علیه وسلم - نازل شو، په صحیحینو کې د عمر بن الخطاب رضی الله عنه روایت دی، یو یهودی راغلی او ورته یې وویل: ای أمیر المؤمنینه: ستاسې په کتاب کې یو ایت دی که چېرته په مونږ یهودو نازل شوی وی نو دغه ورځ به مو اختر ټاکلی وی، هغه ورته وویل: کوم یو ایت دی؟ یهودی وویل: (( الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا)).المائدة: ۳.

عمر رضی الله عنه ورته په وویل: زه هغه وخت او ځای پيژنم چې دغه ایت په کې په نبی -صلی الله علیه وسلم-  نازل شو د جمعی په ورځ په عرفات کې ولاړ وو(۲).
(۲) دویمه: ځانـــګړنه:
د جهنم د اور څخه د زیاتو مسلمانانو خلاصی:
پدغه ورځ  تر ټولو زیات انسانان له اور څخه نجات مومي ، په صحیح مسلم کې له أم المؤمنین عائشی رضی الله عنها نه روایت دی، یقینا رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« مَا مِنْ يَوْمٍ أَكْثَرَ مِنْ، أَنْ يُعْتِقَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ فِيهِ، عَبْدًا مِنَ النَّارِ، مِنْ يَوْمِ عَرَفَةَ، وَإِنَّهُ لَيَدْنُو عَزَّ وَجَلَّ، ثُمَّ يُبَاهِي بِهِمُ الْمَلَائِكَةَ، فَيَقُولُ: مَا أَرَادَ هَؤُلَاءِ ».
ژباړه: د عرفى له ورځی څخه پرته بله داسی يوه ورځ نشته چې الله رب العزت په کې خپل ﺯيات بندګان له اور څخه خلاصوى ، یقینا الله تعالی رانږدى شى، له ملايکو سره مباهله کوي او وايې : ﺯما بندګان څه غواړى؟.
 
دا هغه ورځ ده چې الله جل جلاله د ځمکې اسمان ته راکوﺯيږي او د خپلو بندګانو په سر له ملايکو سره مباهله کوي، فرمايې:« انْظُرُوا إِلَى عِبَادِي أَتَوْنِي شُعْثًا غُبْرًا، ضَاحِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ، أُشْهِدُكُمْ أَنِّي قَدْ غَفَرْتُ لَهُمْ »(۳).

ژباړه: ﺯما بندګانو ته وګورئ چې خړ پړ له هر لېري مزل څخه پلی او پر اوښانو سپاره راغلی ،ﺯه تاسی ګواه کوم چې ما دوى ته بښنه وکړه.
 
له أنس رضی الله عنه روایت دی فرمایي: نبی صلی الله علیه وسلم په عرفات کې ولاړ و،  نږدی وه چې لمر پریوځي، رسول صلی الله علیه وسلم  بلال – رضی الله عنه-  ته وفرمایل:«يَا بِلاَلُ، أَنْصِتْ لِيَ النَّاسَ »، فَقَامَ بِلاَلٌ فَقَالَ: أَنْصِتُوا لِرَسُولِ اللهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَنْصَتَ النَّاسُ، فَقَالَ:« مَعَاشِرَ النَّاسِ، أَتَانِي جِبْرَائِيلُ عليه السّلام آنِفًا فَأَقْرَأَنِي مِنْ رَبِّي السَّلاَمَ، وَقَالَ: إِنَّ اللهَ عزّ وجلّ غَفَرَ لِأًهْلِ عَرَفَاتٍ وَأَهْلِ المَشْعَرِ، وَضَمِنَ عَنْهُمُ التَّبِعَاتِ»، فَقَامَ عُمَرُ بْنُ الخَطَّابِ رضي الله عنه فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ ! هَذَا لَنَا خَاصَّةً ؟ قَالَ:« هَذَا لَكُمْ، وَلِمَنْ أَتَى مِنْ بَعْدِكُمْ إِلَى يَوْمِ القِيَامَةِ »،فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الخَطَّابِ رضي الله عنه: كَثُرَ خَيْرُ اللهِ وَطَابَ(۴).

ژباړه:ای بلاله: ماته خلک چوپ کړه، بلال -رضی الله عنه- پاڅید او ویې ویل: رسول صلی الله علیه وسلم ته غوږ شئ، خلک رسول صلی الله علیه وسلم ته غوږ شول، هغه وفرمایل: اوس ماته جبریل علیه السلام راغلی د رب له لوري یې  سلام راورسولو او ویې ویل: یقینا الله تعالی د عرفات او مشعر الحرام(مزدلفه کې ځانګړی ځای دی)خلکو ته بښنه وکړه، او هغوی نه یې خلکو حقوقو د ادا کولو ضمانت وکړ، عمر – رضی الله عنه- ودریده او ویې ویل: ای د الله رسوله: ایا دا حکم زمونږ لپاره خاص دی؟ نبی صلی الله علیه وسلم ورته په ځواب کې وویل: دا ستاسې او تاسې څخه وروسته تر قیامت ورځي پورې د ټولو راتلونکو خلکو لپاره دی، عمر – رضی الله عنه- وویل: د الله تعالی خیر زیات او پراخه شو.
 
(۳) درېیمه: ځانـــګړنه:
د عرفی ورځی روژه نیول د دوکالو ګناهونه بښی:
د عرفی ورځی روژه نیول سنت عمل دی، علماوو اجماع کړي چې د رمضان له میاشت څخه وروسته عرفی د ورځی روژه  له ټولو ورځو څخه غوره ده ، ځکه  نبی - صلى الله عليه وسلم-فرمایلي دی:« صيامُ يومِ عرفةَ، أَحتسبُ على اللهِ أن يُكفِّرَ السنةَ التي قبلَه والسنةَ التي بعده ...»(۵). 
ژباړه: زه امید لرم چې عرفی د ورځی په روژه نیولو الله جل جلاله د تیر او راتلونکی کال ګناهونه بښی.
 
دعرفی ورځی روژه نیول د الله تعالی په وړاندې د بندګانو مرتبې لوړوی، نیکۍ یې زیاتوی او واړه (صغیره) ګناهونه یې رژوی، امام نووی – رحمه الله – وایي: دلته مراد واړه ګناهونه دی کچیرته واړه ګناهونه نه لري نو کبیره ګناهونه به یې سپک شي او که صغیره او کبیره دواړه نوی نو مرتبې به یې لوړی شي، قاضي عیاض – رحمه الله- وایي: د د أهل سنت والجماعت مذهب دی.  ځکه د کبیره ګناهونو د بښنی لپاره د ګناه پریخودل او له هغی څخه توبه ویستل شرط دی(۶).

الله تعالی فرمايي: ((إِن تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا)) د النساء سورت: ۳۱ ایت. 
ژباړه: كه تاسي له هغو سترو ګناهونو څخه ډډه وکړئ چي تاسي ورڅخه منع کیږي؛ نو وړې وړې ګناوي به مو له حسابه وغورځوو او تاسي به د عزت ځاى ته ننباسو.
 
همدا شان رسول صلی الله علیه وسلم څخه عرفی ورځی د روژی نیولو د ثواب په اړه  پوښتنه وشوه، هغه وفرمایل:«يُكَفِّرُ السَّنَةَ الْمَاضِيَةَ وَالْبَاقِيَةَ»(۷).
ژباړه:د تیر شوی او راتلونکی کال ګناهونه رژوی.
 
(۴) څلورمه: ځانـــګړنه:
د عرفى ورځى دعا تر ټولو غوره ده:
دغی ورځی د دعا په اړه رسول صلى الله عليه وسلم فرمايې:« خَيْرُ الدُّعَاءِ دُعَاءُ يَوْمِ عَرَفَةَ، وَخَيْرُ مَا قُلْتُ أَنَا وَالنَّبِيُّونَ مِنْ قَبْلِي: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ »(۸).

ژباړه: غوره دعا عرفه د ورځ ده، او غوره وینا هغه ده چې ما او له ما څخه مخکی پیغمبرانو ویلی ده، هغه داده: نشته  دی مستحق د بندګی مګر یواځی یو الله جل  جلاله دی چې هیڅ شریک نه لری، ده لره پاچاهی ده او ده لره حمد او ثنا ده، او یقنی توګه الله جل جلاله په هر څه برلاسی دي.
(۵) پنځمه ځانګړنه:
دا په شیطان تر ټولو سخته ورځ ده:
دا هغه ورځ ده چې شیطان په کې زیات ذلیله، ټیت او سپک وی:
رسول صلى الله عليه وسلم پدې هکله فرمايې:« مَا رُئِيَ الشَّيْطَانُ يَوْمًا هُوَ فِيهِ أَصْغَرُ وَلَا أَدْحَرُ وَلَا أَحْقَرُ وَلَا أَغْيَظُ مِنْهُ فِي يَوْمِ عَرَفَةَ»(۹).
ژباړه: هيڅ يوه ورځ شيطان نه دى ليدل شوى چې هغه دى په کې ډير ټیټ، سپک، ﺫليله او غوسه وي، د عرفی د ورځى په څیر .
 
محترمو وروڼو/خویندو
دا مبارکه ورځ غنيمت وګڼى، دخپل رب مهربانى ته وړاندې شئ، عملونه مو د الله لپاره خالص کړئ، هغه ته عاجزى وکړئ، د تير شوى ګناهونو او کمى بښنه او عفوه ترې وغواړئ، د رحمت اميد يې وساتئ، له عذابه يې ووريږئ، الله جل جلاله ته په ﺫکر، دعا، او عاجزى کولو ورنږدى شئ، يقينا الله جل جلاله سخى، عزتمند، بښونکى،  مهربانه ، نږدى  او قبلونکى ﺫات دى.


*****
مأخـــــــــذونه:
(۱) تفسیر القران العظیم (۳/۲۶).
(۲) بخاری پدې الفاظو روایت کړی (۴۵)، مسلم هم روایت کړی(۳۰۱۷).
(۳) امام ابن خزیمه روایت کړي (۴/۲۶۳)، ح(۲۸۴۰).
(۴)  امام منذري په ترغیب و ترهیب کې روایت کړی، امام البانی – رحمه الله – په صحیح الترغیب والترهیب(۲/۱۶) کې وایې صحیح لغیره دی، د حدیث شمیره(۱۱۵۱). 
(۵) امام مسلم له  أبي قتادة الأنصاري څخه روایت کړی، د حدیث شمیره ده(۱۱۶۲).
(۶) تحفة الأحوذي، عرفی ورځی روژی نیول د فضیلت باب. 
(۷) امام ترمذي په كتاب الصوم کې روایت کړی، دحدیث شمیره ده (۶۸۰)،ابن ماجه هم  په كتاب الصوم کې روایت کړی، دحدیث شمیره ده (۱۷۲۰).

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top