نن ماښام افغان فوټبال ملي لوبډله د فلسطين ملي لوبډلې سره لوبېږي

نن ماښام افغان فوټبال ملي لوبډله د فلسطين ملي لوبډلې سره لوبېږي



روهي (يوه نۍ/۲۸مه د زمري)، دغه لوبه چې کابل کې ترسره کېږي، موخه يې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې لمانځل دي.

د فلسطين ملي لوبډله دوې ورځې وړاندې کابل ته راغلې او له دوو ورځو راهېسې يې د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې تمرينات پيل کړي.

دغه سيالۍ به نن ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې پيل شي.

افغان فوتبال ملي لوبډله په نړيواله درجه بندۍ کې ۱۴۵ مقام او د فلسطين فوټبال ملي لوبډله ۹۹ مقام لري.

کورنيو چارو وزارت ددغې مهمې سيالۍ د امنيت د خونديتوب ډاډ ورکوي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top