ګرمي

ګرمي



ګرمي 
(کيسه ګۍ)
 
ځوان سپينې نرۍ کاټن جامې اغوستې وې، سپينه زیرپیراني یې پکې ښکاریده، لستوټې یې بډ وهلي وو، د اوږې پر دسمال یې د مخ او ورمېږ خولې پاکولې. چې لاسونه به یې پورته کړل، بغلونه یې له خولو لانده ښکاریدل.

د ځوان خریلی مخ ګرمۍ سور کړی و، په عذاب ښکاریدۀ.

شاته یوه ځوانه ښځه پسې روانه وه، په غېږ کې یې ماشوم نیولی و او په ځوان پسې یې ستومانه ګامونه اخيستل. ځوان وکتل چې څو سړي په مخه ورروان دي، نو شا ته یې مخ راواړوۀ، د ښځې د کمیس لمن ښکاریده، په غوسه یې غږ پرې وکړ:
ـ چادري دې سمه کړه!

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top