د پرمختللو کمپیوټرونو سمبالښت د ايډز خپرېدو مخه نيسي!

د پرمختللو کمپیوټرونو سمبالښت د ايډز خپرېدو مخه نيسي!



د مایکروبيالوژۍ طبعيت مجلې په وروستۍ خپره شوې څېړنه کې د «لاس الاموس» ملي لابراتوار څېړونکو موندلې، چې د کمپيوټر سمبالښت په لوړه کچه کولای شي د ايډز د انتقال او خپرېدو مخه ونیسي او ددې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.
 
ددې څېړنې شمېرې، چې د DNA د معلوماتو سره برابري وې، د نړیوال عامه ايډز ډیټابیس څخه ترلاسه شوي او د «لاس الاموس» لابراتوار لخوا جوړي شوي او ساتل شوي دي.
 
دغه آرشيف د ساینسي څیړنې لپاره له ۸۴۰۰۰۰ څخه زیات خپریدونکي ايډز تعقیبونه لرل.
 
ددغي څېړني ليکوال «توماس لیټینر» وويل: «موږ ځانګړي جنیټکي نمونې ولیدلې، چې موږ په سمبولونو کې لیدلې وې او موږ دا تائیدولای شو، چې دا ډول نمونې د ساري ناروغیو پوښښ ته د حقیقي معلوماتو لپاره ساتل کیږي.»
 
ليکوال څرګنده کړه، چې ايډز ناروغي په ځانګړې توګه ددې څېړنې لپاره دلچسپه ده او يادونه يې وکړه، لکه څنګه چې ياد وېروس په هر اخته شخص کې په چټکۍ سره تغير کوي، نو ددې کوډونو «جنيټيکي لاسليکونو» بدلول داسې لاره برابروي، چې څېړونکي د انفيکشن اصلي وخت او چوکاټ ټاکل تعقيب کړي او په وينا يې، چې د کمپیوټرونو سمبالښت دا وښودل، چې د ايډز خطرناکه وېروس د حرکاتو په تعقیب او اټکل کې مرسته کولای شي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top