ویډیو: څه ډول مو په خپله وېبپاڼه کې پښتو لیکبڼې کارولای شو؟

ویډیو: څه ډول مو په خپله وېبپاڼه کې پښتو لیکبڼې کارولای شو؟




 
څنګه کولی شو په خپلو وېب پاڼو کې د پښتو او دري ژبو ليکبڼې (Fonts) وکارو؟ 
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن 

ډېری کسان او د وېب پاڼو چلونکوي په خپلو وېب پاڼو کې د پښتو او دري ژبو د ليکبڼو (Fonts) له کارونې او استعمال سره ستونزه لري. دوی کولی شي، چې په وېب پاڼو کې پښتو او دري ژبې وکاروي، خو ستونزه يې د ليک په بڼه کې وي. يانې د لېکبڼې هغه بېلا بېل ډولونه چې لېکنې ته ښکلا ورکوي او يا په لېکنه کې مهم ټکي په ګوته کوي، په اسانۍ سره نه شي کولی. 

په دې لېکنه او وېډيو دغه ستونزه درته سپړو او هيله لرو چې تر يو بريده به مو مشکل ورسره حل شي. 

لارښوونه: 
- په دېسکټاپ يا د کمپوټر له بل ځای څخه هغه فنټ يا لېکبڼه را اخلو چې راسره موجوده ده. 

- په فونټ کليک کوو او بيا يې په Open With کې له Google Chorme سره پرانېزو. 

- زمونږ د خوښې او پرانېستل شوی فايل يا فونټ به راښکاره شي. 

- که چېرې فنټ ښه نه ښکاره کيږي، نو بيا خلاص شوی فايل کټ کوو بيا يې پېسټ کوو. 

- همدغه فايل چې په Google Chorme کې خلاص کړی دی، هغه Address Bar په کيڼ اړخ تازه يا Refresh کوو. 

- له دغه پروسې وروسته به لېکڼه په ښه ډول او په هغه ډول چې جوړه شوې ده ښکاره شي. 

- تاسو کولی شئ، چې د پښتو ژبې لېکبڼې له انټرنېټ راښکته کړئ او يا يې هم له بلې سرچيني تر لاسه کړې او پورته ليکل شوی او وېډيويي لارښوود پرې عملي کړئ.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top