د نړۍ تر ټولو كوچنی كمپيوټر به ۲۰۲۰ کې بازار ته وړاندې شي

د نړۍ تر ټولو كوچنی كمپيوټر به ۲۰۲۰ کې بازار ته وړاندې شي



روهي (څلورنۍ/۲۷مه د چنګاښ)، د امريكا «IBM» شركت وايي، د نړۍ تر ټولو كوچنى كمپيوټر يې جوړ كړى، چې د جوارو له يوې دانې څخه لږ لوی او د اوسنيو كمپيوټرونو په پرتله ډېر زيات تېز او چټک دى.
 
د «IBM» شركت د معلوماتو پر بنسټ، دغه تر ټولو كوچنى كمپيوټر د زرګونو «ترازيټورونو» په لرلو سره كولاى شي، د مجازي پېسو «Bitcoin» د استخراج لپاره وکاريږي.
 
ياد شرکت ويلي، ددې كمپيوټر سافټ وېر اوسمهال تر کار لاندی دى، خو ددې کمپيوټر په اړه يې د زياتو جزيياتو له وركولو ډډه کړې ده.
 
نوموړې شرکت تراوسه دا نه ده څرګنده کړې، چې ياد كمپيوټر به په نورو كومو برخو كې کارول کېږي، خو اټكل شوې، چې په ۲۰۲۰ كال كې به بازار ته وړاندې شي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top