دوه خواږه ياران

دوه خواږه ياران



دوه خواږه ملګري په دښته کې روان وو، چې ناڅاپه يې په يوه موضوع جنجال پېښ شو. جنجال په اخ و ډب واوښت او په پايله کې يې يوه ملګري، بل ملګری په دا مخ يوه وريته څپېړه وواهه.

څپېړه خوړلی ملګری، چې د خپل خوږ ملګري له دې کړنې سخت خواشينی و، د دښتې په يوه برخه کې په شګو وليکل؛ نن ورځ تر ټولو ګران ملګري په څپېړه ووهلم...

دواړو يارانو په دښته کې مزل ته دوام ورکړ، تر دې چې يوې ابادۍ ته ورسېدل. پراخه ابادي وه. د اوبو ښکلی حوض، چې ابادۍ ته يې لا ښېرازي ورکړې وه، د دواړو زړه ته ننوت. پرېکړه يې وکړه، چې همدلته به لږه دمه او استراحت کوي.

خواږه ياران چې اوس مهال له يو بل څخه ګيله من وو، له دمې وروسته د ډنډ شاوخوا ګرځېدل، ناڅاپي د څپېړه خوړلي ملګري پښه وښويېده او سيده حوض ته ورولوېد. داچې د څپېړه خوړلي ملګري لامبل نه وه زده، نو نزدې و چې اوبو ډوب کړی وای، خو له ښه مرغه بل ملګري يې اوبو ته ورودانګل او ويې ژغوره. څپېړه خوړلی ملګری چې دا مهال يې د حوض له غرقېدو نجات موندلی و، په ډېرې سختۍ يې د ډبرې پرمخ وليکل؛ نن ورځ تر ټولو ګران ملګري، له مرګ وژغورلم.

بل ملګري چې د څپېړه خوړلي ملګري ليکنې ته ځير و، په حيرانۍ وپوښتل؛ هاغه ورځ خو دې زما د يوې څپېړې شکايت، آن د دښتې په شګو ليکلی و، خو نن ورځ دې په خورا سختۍ، په ډبره باندې د خپلې ژغورنې کيسه ليکې، دا څه دي انډيواله؟

څپېړه خوړلي ملګري وويل؛ کله چې مو چې يو څوک ازاروي، بايد د دښتې په شګو يې وليکو، ترڅو د بښنې باد يې ژر پاک کړي. خو کله چې يو څوک مينه راکوي او احسان راباندې کوي، نو بايد په ډبرو يې وليکو، ترڅو هيڅ باد دا ښېګڼې زمونږ له حافظې پاکې نکړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top