د حزب اسلامي له يو تن قومندان حاجي حيات احمدزی سره د روهي ويب پاڼې ځانګړې مرکه

د حزب اسلامي له يو تن قومندان حاجي حيات احمدزی سره د روهي ويب پاڼې ځانګړې مرکه



 پوښتنه: که روهي ويب پاڼې ته خپل ځان راوپيژنئ؟
ځواب: نوم مې حیات احمدزی خو د افغاني سنتو له مخې به ووایم چې حاجی حیات احمدزی د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د پچلري د کلي اوسیدونکی یم.

 پوښتنه: ستاسې په اند افغانستان کې رښتينې سوله د هيواد او سيمې له پاره څومره ګتوره تماميدلی شي؟
ځواب: د هر څه نه وړاندې افغانان بايد سولې ته لمړيتوب ورکړي، سوله د دې ولس اشد ضرورت دی، له سولې پرته د دې هيواد پرمختګ او سوکالي ناشوني ده؛ د جګړې اکثره قربانیان افغانان دي او روانه جګړه د هېڅ افغان له پاره ګټوره نده. دواړو لوريو ته اکثره تلفات افغانان دي، د سولې نه شتون په صورت کې د افغانستان پرمختيايې پروژې په ټپه ولاړې دي، مرکزي حکومت يې کمزوری کړی، د ملت او دولت ترمنځ لوی واټن رامنځ ته شوی او ورځ تربلې وضعيت په خرابيدو کې دی؛ نو افغانستان کې رښتينې سوله هم د افغانستان لپاره او هم د سيمي لپاره په هر لحاظ ګټوره تماميږي.
دا باید ووایم، چې که څه هم اوسنۍ جګړه بهرني عوامل لري، خو ادعا يې بيا هم افغاني ده.
 
پوښتنه: څه فکر کوئ افغان دولت د سولې له پاره صادق دی، ايا په رښتيني بڼه د سولې لپاره کار کوي او که د سولې په نامه روانې خبرې يوه پلمه ده؟
ځواب:  د دولت داخل کې يو شمير کړۍ شته، چې هغوی رښتينې سولې ته ژمن دي او سوله غواړي، خو يو تعداد نور يې د سولې سرسخت مخالفين دي. په عموم کې افغان دولت او د دولت مخالفين دواړه د خارجي عواملو له کبله يو د بل غوښتنې او شرايط نه شي منلی، همدا علت دی چې تر دې دمه دواړه لوري په دې نه دي توانيدلي، چې رسمي خبرو ته مخامخ کيني او د افغانستان د معضلې د حل لپاره عملي او ممکنه تګلاره رامنځ ته کړي.

 پوښته: د سياسي او جهادي احزابو او شخصيتونو ونډه د سولې په بهير کې څه ډول ارزوئ؟
ځواب: که سياسي او جهادي احزاب او شخصيتونه سولې ته په رښتينې بڼه راوړاندې شي او خپل ترجيحات ونه لټوي نو له شک پرته، چې د دوی هڅې د سولې په بهير کې موثرې دي. سوله د هر افغان اسلامي او ملي دنده ده، د دې هڅې لپاره ځينې شخصيتونه له هيواد بهر او يا هيواد کې دننه د سولې په عنوان داسې سياسي ناستې برابروي، چې وښايې ګوندې د مخالفينو نماينده ګان دي، خو حقيقت دادی، چې دوی نه د مخالفينو استازولي کولی شي او نه هم هغوی ته د منلو وړ دي، دغه هڅې شخصي ترجيحات لري او د سولې رښتينې هڅې يې شکمنې کړيدي.

که دغه ډول ناستو ته مشورتي بڼه ورکړل شي نو غوره ده؛ ښه خبره داده، چې په دغه ډول ناستو کې هغوی خپل شخصي مشکلات مطرح کړي او نبايد د يو مخالف لوري استازيتوب وکړي.

د نظام داخل کې ټول شخصيتونه او احزاب بايد له هغو کړنو ډډه وکړي، چې پر مخالفينو باندې بد اغيز پاشي او د سولې په لار کې خنډونه راولاړوي.

پوښتنه: د اسلامي حزب او افغان دولت تر منځ د هوکړليک تر لاسليکيدو وروسته دادی کال پوره شو، څومره مادې پلي شوي او دواړه لوري له يو بل خوښ دي که يا؟
ځواب: د حزب اسلامي مشرتابه او ملګرو يې يو لوی ګام واخيست او عملا سولې ته راوړاندې شول، د مادو تطبيق او عملي کول تر ډيره دولت پورې اړه لري، بدبختاته تر اوسه يې هېڅ ماده پوره نده عملي شوې، خو بيا هم تمه شته چې عمل به پرې وشي؛ د حزب اسلامي د مادو په تطبيق کې ځنډ د نورو مخالفينو باور په دولت کموي، هيله مو داده، چې دواړه لوريو ته مسؤل کسان د مادو په تطبيقولو کې د جزي مسائلو او اختلاف نه ډډه وکړي او د مادو عملي کولو کې خپلې هڅې کړندۍ کړي او صادقانه اقدام وکړي. د بنديانو او مهاجرينو موضوعات تر اوسه پورې جامد پاتې دي او افغان مهاجرینو د آزادۍ په مقدسه جګړه کې بې سارې قرباني ورکړې، د دوی په راستنیدو کې دولت باید د ټولو امکاناتو څخه کار واخلي او ټول شرایط ورته برابر کړي، د بنديانو په موضوع کې ويلی شم، چې اکثر بنديان په زندانونو کې بې ګناه دي، ځکه دلته نږدې څلوېښت کاله، تنظيمي او شخصي دښمنۍ روانې دي، د دولت داخلي اداري سيستم هم دومره پياوړی ندی، چې د بنديانو په اړه دقيق تفکيک وکړي او له بل اړخه په امنيتي ځواکونو کې هم ملي روحيه کم رنګه ده، ځکه ډیری يې شخصي او تنظيمي اهدافو ته کار کوي، همدا وجه ده، چې له بنديانو هم اقرار په زور او جبر اخستل کيږي او د بنديانو په نيولو کې د شخصي دښمنیو څخه هم استفاده کیږی. داسې هم شوي، چې د يو بندي سره نږدې پنځه شپږ بې ګناه کسان نيول شوي، په دې وجه، چې هغوی سره يې خپلوي پاللې.

ولسمشر اشرف غني د ټاکنيز کمپاين پر وخت د بنديانو موضوع ته په اشاره کې وويل، چې اکثره بنديان بې ګناه دي او په شخصي قضاياوو کې نيول شوي، چې زه به يې غم وخورم او دوی سره به په هېڅ صورت بې عدالتي نه کيږي، خو د خپلې ژمنې خلاف اوس د بنديانو په موضوع کې دومره سخت شوی، چې ان د کرزي په دوره کې د سياسي بنديانو تخفيف يې هم لغوه کړی، ځينې داسې بنديان هم شته، چې د قيد موده يې پوره شوی خو بيا هم ندي ازد شوي.

د ولسمشر حقوقي مشاورين بايد د بنديانو په ازادۍ او تخفيف کې ډاکټر غني ته مشوره ورکړي، ځکه د سياسي بنديانو ازادول او د زندان موده کې يې تخفيف راوستل د سولې په بهير ډير مثبت اغيز لري او د امنيت په ټينګښت کې هم مهم رول لري.

نو د هوکړليک د موادو په تطبيق بايد ګړندی کار وشي او د بنديانو او مهاجرينو مادو تطبيق ته تر نورو مادو مخکې ځای ورکړل شي.

 پوښتنه: افغانستان ته د نويو امريکايې ځواکونو په راتګ ستاسې ګومان څه دی؛ جګړه به نوره هم وغځيږي او که مهار به شي؟!
ځواب: د وروستنۍ جګړې اصلي او عمده لامل خارجيان دي. د دوی په راتګ سره جګړه نه ختمیږی بلکې نور هم شدت پيدا کوي، که جګړه د دوي په حضور کې ختمیدلی نو دوی کابو شپاړس کاله تېر کړل، خو جګړه لا هماغسې په شدت کې ده. ګومان کوم چې د دوی په راتګ سره به ډير بېګناه افغانان تلف شي، دوی تر دې وړاندې هم څو څو وارې ډله ييز مرګونه کړي، د افغانانو د غم او ښادۍ مناسبتونه يې بمبارد کړيدي، دوی هېڅ افغاني اداري سيستم ته اعتنا نلري، خپل شخصي جاسوسان ګوماري او د هغوی پر مټ کار کوي، په داسې حال کې چې ياد جاسوسان مرکزي حکومت په اداري سيستم کې ندي او هويت يې هم افغان دولت ته نه ندی معلوم.
د جګړې دوام د امريکايانو سيمه يېز او نړيوال باور له منځه وړي.
 
 پوښتنه: څه فکر کوئ، طالبان به د سولې خبرو ته حاضر شي؟!
ځواب: زما باور دادی، چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د افغانستان او افغانانو لپاره په لوړه کچه پنځه نوي سلنه ګډ ټکي شتون لري، دولت او طالبان باید دغه پنځه سلنه اختلافي ټکي د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي، ځکه چی دا د جرګو او مرکو وطن دی، سولې سره مصالح ضروري دي باید مصالح هم په نظر کې ونیول شي، پدی پنځه سلنه ټکو دې خبرې اترې وشي که د افغانانو او افغانستان لپاره ګټور وي باید ومنل شي چی شخصي اغراض او یا هم خارجي اغراض پکې نه وي، د نجيب له سقوط نه وروسته د حکومت زمامدارانو اکثره په جګړه کې برخه اخيستې، که د جګړې خبره وي نو اکثره چارواکو جګړه کړې، د اوسني دولت واکداران هم په جګړه کی ښکیل دی، د اوسني حکومت اکثريت برخوالو جګړه کړې او د جګړې يو اړخ کې پاتې شوي، له محاذ ملي پرته د افغانستان اکثريت تنظیمونو جګړه کې ونډه درلوده.

دولت باید طالبانو ته د ونډې ورکولو په باره کې فکر وکړي، ځکه د وروستنيو څيړنو له مخې د افغانستان دولت پنځوس سلنه سيمه د طالبانو تر واک لاندې وګڼله.

د سولې بهير سره د طالبانو د يو ځای کيدو وروسته هغوی ته د سهم او امکاناتو قضيه هم مهمه ده، چې بايد په دولتي کچه ورته التزام وشي او په دې برخه کې منصفانه پريکړه وشي.

که د ويش واک د هر چا په لاس کې وي نو بايد هر افغان ته مساوي حق ورکړل شي، که څه هم اصولي مخالفت او نقد د هر افغان حق دی، خو د سولې په بهير کې غير منطقي او غير اصولي مخالفتونه پر ځای نه دي او بايد ډډه ترې وشي، ځکه دغه ډول مخالفتونه پر سولې منفي اغيز لري او د سولې مخه ډب کوي، ګمان کوم چې دغه ډول جزي او غير منطقي مخالفتونه يا د شخصي ګټو له پاره دي، چې موقف ته يې زيان اړوي او يا هم د خارجي ماموريت ترسره کيدو په موخه ترسره کيږي.

 پوښتنه: د ټاپي برخه لیک ټاکونکې پروژه له هغو سیمو تیریږي، چی اکثره یې د طالبانو تر ولکې لاندې ده څه فکر کوئ مزاحمت به یې ونکړي؟
ځواب: د ټاپي پروژې بنیاد د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښودل شوی، چی دا د هغوی ایجاد هم دی، خو کله چې د هغوی حکومت له منځه ولاړ نو د يادې پروژې کارونه هم وځنډيدل. ګمان کوم، چې طالبان به یې هیڅکله مزاحمت ونکړي او پخپله اعلامیه کې يې یادونه هم کړې وه، چې طالبان به د ټاپي پروژې امنيت هم نيسي او ويلي وو، چې بايد د فساد مخه پکې ونيول شي، چې دا يو ډير ښه او نېک اقدام دی. دا چی طالبانو د امنیت په برخه کې ملت ته امتحان ورکړی که دولت او طالبان په ګډه دې موافقې ته ورسیږې، چې ددغې پروژې امنیت طالبانو ته وسپارل شي نو په یقین سره ویلی شو، چې په بشپړه توګه به یې کار پر مخ لاړ شي او هیڅ ډول امنیتي ستونزه به ورته پیدا نشي.
 
 پوښتنه: افغانستان کې د سیاسي او جهادي احزابو ترمنیځ ژور اختلافات لیدل کېږي اصلي لامل یې څه شی ګڼئ؟
ځواب: دغه اختلافات ډیر زیات عوامل لري چې عمده عامل یې شخصی ګټې او خپل نظریات پر نورو منل او ځان غوښتنه دي، په اوایلو کې انجینر صاحب حکمتیار ډیر کوښښ وکړ، چې یوه ملي اجماع جوړه کړي خو پدې و نه توانید، چې سره متحد یې کړي ورسته یې هڅه وکړه چې د انورالحق احدی او د حرکت اسلامي د یوې برخې سره چې مشري یې مولوی عبدالحکیم (منیب) کوي یو اتحاد یا یو ايتلاف جوړ کړي، متاسفانه هغې هم کومه نتیجه ورنکړه که چیرې په افغانستان کې اسلامي احزاب متحد شي زه یقین لرم چې د افغانستان زیاتره جګړیز مشکلات به حل شي.

پوښتنه : په اسلامي احزابو کې ستاسو په نظر کوم تنظیم د زیات نفوس درلودونکی او پياوړی دی؟
ځواب: زما په نظر تر ټولو قوي د طالبانو اسلامي تحریک دی ځکه چې په اسلامي تحریکونو کې قرباني ورکول کیږي او طالبانو پدې ورستیو شلو کلونو کې د خپلې ادعا لپاره بې دريغه قرباني ورکړې، کله چې د یو تحریک سره دقربانۍ دومره کسان وي نو په حقیقت کې یو قوي تحریک او خپلې ادعا ته ژمن خلک دي د امیر څخه تر عسکره پورې د خپلې ادعا لپاره په یوه اړخ کې ولاړ دي. طالبانو د نظام د سقوط څخه ورسته یو څو مشهور طالب چارواکي چې اوس په کابل کی اوسیږي د مجبوریت له وجهې دلته پاتې شویدي د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل په کندهار کې بند پاتې شوی وه، ملا عبدالسلام ضعیف چې په پاکستان کې ونیول شو، حاجي نعیم کوچی هم د امریکایانو له خوا ونیول شو. دلته نور اسلامي احزاب مخ په کمزوري کیدو دي ځکه چې د معنویاتو پرځای مادیاتو ته زیاته ترجيح ورکوي، دلته اوس دیموکراسي نظام دی او د تنظیمونو لویه ستونزه بيا داده چې محدود تعداد کسان چې په رهبرۍ کې وي تر اخره پورې پاتې وي، ځوانانو ته رشد او موقع نه ورکول، چې تبارز وکړي، نو اوس د خلکو سیاسي شعور وده کړې ځکه چې دلته راډیو کانې، تلویزوني کانالونه او نورو مطبوعاتي شبکو د خلکو پر سیاسي شعور مثبت تاثیر کړی، نو اوس خلک یوازې په شعارونو باندې نه تېر وځې ځکه چې تقدس ته ژمنتیا ډيره کمزورې شویده. زه باور لرم، چې په راتلونکو ټاکنو کې به ولس پخپل اند رايې وکاروي ځکه چې تصامیم انفرادي شوي او هر هيوادوال به د ملي ګټو په نظر کې نیولو او یاهم د شخصي ګټو په نظر کې نیولو سره خپل لوری معلوم کړي؛ مشرانو باندې د خلکو اعتبار کمزوری شوی ځکه چې دوی هرڅه د یوې معاملې له مخې کوي یا پیسې غواړي او یا هم چوکۍ خو بیا دغه دواړو کې ملت او ملګرو ته ونډه نه ورکوي، تاسو فکر وکړئ چې ولس په تاوان کې شريک وي او په ګټه کې نه يې شريک نو ايا دا ولس به بيا پر دوی باور وکړي او خبره به يې ومني؟!

پوښتنه: ايا سولې سره یو ځای شوي کسان به د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخلي؟ که ستاسو ځواب هو وي نو څومره د کامیابیدو چانس به ولري؟

ځواب: هو یو تعداد ملګري اراده لري، دلته اکثره خلک پدې آند دي چې وکیلان او چارواکي زر او زور لري او بدمعاشان دي چې د نورو کسانو د کامیابیدو چانس کمزوری کوي مونږ د هیڅ افغان په زر او زور چې د مشروع لارې څخه یې تر لاسه کړی وي بخیلي نه کوو، دا به څه بدمعاشي وي چې په څلور لارو کې په ترافیک یا هم پولیس باندې لاس پورته کړه او یا هم، چې لار بنده وي په عام موټر چلوونکو باندې سترګې رابرګې کړه او ويې رټه. د ښارونو په منځ کې بې ځايه د موټرو شور جوړول او خپلو ساتونکو ته وظيفه ورکول، چې عامو خلکو ته خپل زور، بداخلاقي او بدمعاشي ښکاره کړي !!

کله چې به مريکايې کاروان له کابل ننګرهار ته او يا له کابل پروان ته او ياهم له کابل څخه لوګر ته حرکت کاوه نو همدغه بدمعاشانو به ورپسې شاته د مېږيانو په څير مزل کاوه، نه يې د دې جرئت درلود، چې د هغوی په وړاندې اندکترين عکس العمل وښايې او نه يې هم د دې توان درلود، چې د امريکايانو له لورې په عامو افغانانو او د هغوی په مناسبتونو د ړندې بمبارۍ په وړاندې غبرګون څرګند کړي!!

دې وروستنيو جرياناتو ته په کتو سره د ولسي جرګې په اړه به دومره ووايم، چې د افغانستان ولس رايه ورکړې او قضاوت هم د دوی په لاس کې دی. د افغانستان ولس د ولسي جرګې د استازو په اړه ښه قضاوت کولی شي.

پوښتنه: ځینې سیاسي احزاب پر وخت د ټاکنو غوښتنه کوي، ډاکتر غني هم ټینګار کوي چی باید پر وخت ترسره شي؛ خو ظروف او شرايط ورته ندي برابر ستاسې په اند ټاکنې به پر وخت تر سره شي ؟

ځواب: د سياسي احزابو ډیری مشران د ولسي جرګې په پرانست غونډه کې راټول شوي وو او هلته يې پر خپل وخت د ټاکنو د ترسره کيدا غوښتنه کوله، خو له بلې خوا دوی په داسې پرانست غونډه کې ناست وو، چې وخت يې پوره شوی او غير قانوني ده.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top