شعر

شعر




دشاه محمود په یاد
زما د سنګرملګریه!
ستا په سره سنګر باندې به سره ګلان کتار شي
واړه سره سرتیري به دې خپل وطن نه جار شي
لاره چې دې غوره وه له ستونزو ځينې ډکه وه
ډاډ اوسه! داغرونه او خنډونه به آوار شي
ډیرځورولې، هراشغال، که سور یاشین و
ګرده دښمنان به دې اخیر دلته سنګ سار شي
*****
پام چې وارخطانه شې مرګی د ژوند پایله ده
ستاغوندې سرتیرو به ګو رتل ګل اوګلزارشي
تاوه قربان کړې ښه «ځواني» دولس لارکې
بیشکه چې لانورډیربه قربان په دغه لارشي
کلک لکه پولادوې چې څووارې ویلي شوی بیاکلک شوی
ژونددې بیا هم وقف ؤ که هره ورځ په دارشي
*****
ویره ترهه نه وه ستامغزوکې له آزل ځنې
ستازړورتوب به دې ملګروته معیارشي
ته هوښیار مؤرخ، تکړه شاعر، کیسه لیکونکی وې
ډیرزیات فرهنګیان به دې مصروف په دغه کارشي
ته خو بختوروې خپله خاوره کې دې «ګور» شو
وایه اوس زمونږه چې مو«قبر» بل «دیار» شي
*****
د هالیند په وخت د سهار پینځه بجې. ۲۶/۷/۱۳۹۶/ ـ ۱۸/۱۰/۲۰۱۷/ چې همدانن به یې جنازه په خپل وطن کې خاوروته وسپارل شي.
اروادې ښاده وي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top