۲۷ کاله وروسته بغداد ته د سعودي سوداګریزه الوتکه ورسیده

۲۷ کاله وروسته بغداد ته د سعودي سوداګریزه الوتکه ورسیده



(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۷مه) د سعودي عربستان ناس هوايي شرکت اعلان کړی چې له ۲۷ کلونو وروسته یې د عراق بغداد ته لومړنۍ سوداګریزه الوتکه رسېدلې ده.
ویل شوي، چې سعودي عربستان په ۱۹۹۰ کال عراق ته هغه مهال خپلې الوتنې درولې وې، چې د عراق پخواني ولسمشر صدام حسین پر کویت برید وکړ.
بل خوا په تېره اګسټ میاشت کې دواړو هېوادونو ژمنه کړې وه، چې د عرعر په نوم خپل هغه سرحدي تنګی به پرانیزي، چې په ۱۹۹۰ کال تړل شوی و.
دغه شرکت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "نن مو له ریاضه بغداد ته خپله لومړنۍ الوتنه پیل کړه". ددغې الوتنې انځورونه هم خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ناس خصوصي هوايي شرکت د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو نه د عراق لویو ښارونو ته د نورو الوتنو هوډ هم لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top