چاووش اوغلو: عراقي کردانو د ټولپوښتنې په اړه ناسمه محاسبه کړې

چاووش اوغلو: عراقي کردانو د ټولپوښتنې په اړه ناسمه محاسبه کړې



(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۷مه) ترکي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د عراق کردانو د خپلواکۍ په اړه د ټولپوښتنې په باب غلطه محاسبه شوې ده.
د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، د عراق د کرستان سیمې مشرانو د خپلواکۍ په اړه د ټولپوښتنې په باب ناسمه محاسبه کړې ده.
ښاغلي چاووش اوغلو په انقره کې د چهار شنبې په ورځ له خپل پورتګالي سیال سره په خبرو کې وویل؛ کرد مشرانو فکر کړی و چې د دې ټولپوښتنې په کولو سره به نور څه هم ترلاسه کړي خو داسې ونشول.
د اوغاو په باور د رفرنډم پروسې له بده مرغه د عراق کردان ووېشل او د ګډوډۍ او سوتفاهم فضا يې رامنځته کړه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top