د پکتیا د برید اړوند پلټونکی راپور ولسمشر ته وړاندې شوی

د پکتیا د برید اړوند پلټونکی راپور  ولسمشر ته وړاندې شوی



(روهي۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۷مه) ارګ وایي، چې د اجرائیه ريیس په مشرۍ د پکتیا ولایت د وروستي ترورېستي برید څېړونکي پلاوي خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړی.
د جمهوري ریاست له‎خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني یو ځل بیا د پکتیا والي او د دغه ولایت ولسونو ته د ترورېستي برید له امله د تسلیت او غم ‎شریکۍ ترڅنګ د ملي دفاع، کورنیو چارو، ښار جوړولو او مالیې وزارتونو او د سیمه ‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغه ترورېستي برید له امله د زیانمنو شویو ودانیو د بیارغونې په برخه کې هر اړخیز بېړني اقدامات وکړي.
بل خوا په خبرپاڼه کې د شوي برید د څرنګوالي په اړه ښکاره څه نه ‎دي ویل شوي.
د دغه برید کې مسوولیت طالبانومنلی دی، خو ویل شوي په تړاو یې ۵ امنیتي مشکوک غړي  نیول شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top