کندهار، ميوند ولسوالي: د ملي پوځ ۴۳ سرتيري وژل شوې، ۹ ټپيان او ۶ نور لا درکه دي

کندهار، ميوند ولسوالي: د ملي پوځ ۴۳ سرتيري وژل شوې، ۹ ټپيان او ۶ نور لا درکه دي



روهي (پنځه نۍ/۲۷ د تلې)، تېره شپه د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې، د ملي اردو په کنډک باندې، د وسلوالو طالبانو له خوا د چاوديدونکو توکو د يو ټانک په وسيله بريد شوی، چې د چارواکو په قول د ملي اردو ۴۳ سرتيري وژل شوې، ۹ ژوبل او ۶ نور سرتيري ورک دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت او د کندهار ولايت سيمه ييزې ادارې ياد بريد تائيد کړی دی.
بل خوا طالب وياند يوسف احمدي د ياد بريد مسووليت په غاړه اخېستی او د ميوند ولسوالۍ په چشمو سيمه کې يې، د زرغون په نوم د ملي اردو د کنډک د نېولو ادعاء کړي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top