ولسمشر محمد اشرف غني د جنرال توريالي عبدياني تابوت ته اوږه ورکړه

ولسمشر محمد اشرف غني د جنرال توريالي عبدياني تابوت ته اوږه ورکړه



روهي (څلورنۍ/۲۴ د تلې)، د پکتيا د وژل شوې امنيه قومندان جنرال توريالي عبد ياني جنازه کابل ته راوړل شوه. نوموړي پرون په ګرديز کې د طالبانو په بريد کې ووژل شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره لوړپوړو حکومتي چارواکو، په کابل کې د سردار محمد داود خان په روغتون کې د جنرال توريالي عبدياني تابوت ته درناوی وکړ. محمد اشرف غني د عبدياني تابوت په خپله اوږه واخېست.
د جنرال توريالي عبدياني د جنازې مراسم نن ورځ د کابل په عيدګاه مسجد کې ترسره شول.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top