په فراه ولايت کې د داعش ډلې لپاره پوځي روزنځايونه جوړ شوي دي

په فراه ولايت کې د داعش ډلې لپاره پوځي روزنځايونه جوړ شوي دي



 
داسې رېپوټونه شته، چې د افغانستان په لويديځ فراه ولايت کې، د اسلامي دولت يا داعش ډلې لپاره د پوځي روزنې کمپ جوړ شوی دی.
سيمه ييز چارواکي عبدالخالق نورزي خبري رسنيو ته ويلي، چې په تيرو ۳ اونيو کې د خاک سفيد په سيمه کې د پوځي روزنې لپاره کمپونه جوړ شوي دي، چې ۸۰ تنه د روزنې چارې پر غاړه لري.
رېپوټونه وايي، چې مولوي عبدالملک او مولوي عبدالرووف په مشرۍ يو شمېر طالبان له دغه ډلې سره يو ځای شوي دي.
د يادونې ده، چې د يو شمېر عربو او چيچني اتباعو د کورنيو د راتګ خبرونه هم خپاره شوي، چې د افغانستان په لويديځ کې زابل، هلمند، نيمروز او په سويل ختيځ کې د پکتيکا ولايت ته له پاکستان نه راکډه شوي دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top